واشنګټن – د روس د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې ماسکو به یواځې خپلې اټومي وسلې یواځې په بیړنیو حالاتو کې وکاروي او دا یې هم وویل، چې له ناټو او امریکا سره د مستقیم مخالفت لیوالتیا نه لري.
رویټرز خبري ادارې راپور ورکړی چې د روس د دفاع وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې ماسکو دا اړتیا نه لري چې په اوکراین کې د پوځي کمپاین پر وخت اټومي وسلې وکاروي.
نوموړي د رسنیو هغه اوازې په بشپړه توګه درواغ وبللې چې ماسکو ښايي د اوکراین په جګړه کې اټومي او کیمیاوي وسلې وکاروي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاند این نېکایف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یوې خبريغونډې ته وویل، اټومي وسلې به یواځې د غبرګون په توګه کارول کېږي.
هغه زیاته کړه، "د روس پوځي لارښود د اټومي وسلو کارولو ته یواځې هغه وخت اجازه ورکوي چې کتلوي یا سترې ویجاړۍ ګواښ وي او یا د دولت بنیادي شتون وګواښل شي."
هغه زیاته کړه، "د اټومي وسلو کارول یواځې هغه وخت امکان لري کله چې د یو برید په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع کوو او یواځې په بیړنیو حالاتو کې."
ګوټېریش، اردوان او زېلینسکي د اوکراین د مسلو په اړه خبرې پیل کړي
د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره د اوکراین په لودیځ ښار لیوایو کې ولیدل.
درې واړه مشران د خوړو د نړیوال بحران، د برېښنا اټومي کارخانې ته د ګواښونو او د روس لخوا پیل شوې جګړې ته د سیاسي حل موندلو پرسر خبرې کوي.
د خوړو بحران د حل لپاره هڅې روانې دي او د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د جولای په وروستیو کې د روس او اوکراین ترمنځ د شوي تړون له مخې له اوکراین څخه په کښتیو کې دا مهال د غلو صادرات ښه په درز کې پر مخ روان دي.
ګوټېریش به د جمعې په ورځ په اودیسا کې له یو بندر څخه هم لیدنه وکړي او د خالي یا شنبې په ورځ به استانبول ته ولاړ شي او هلته به د همغږۍ له هغه مرکز څخه لیدنه وکړي چې له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو بهیر څاري.
له اوکراین څخه د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې په غلو دانو ۱۲۴ بار کښتۍ تر اوسه روانې شوې دي.