لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو او سېلابونو نور ځاني او مالي تاوانونه اړولي


په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د بارانونو او سېلابونو له امله نور ځاني او مالي تاوانونه اوښتي، په چترال کې د سېلاب له امله پينځه تنه مړه شوي او د بلوچستان صوبې د خېبرپښتونخوا، سيند او پنجاب سره ټولې لارې د سېلابونو له امله اغېزمنې شوي او بندې شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم] ويلي پرون د جمعې په ورځ [19اګست] د چترال په درېو ځايونو پورساد، پورګال او ګورين ګولي کې د بارانونو سره سېلاب راغلی او اته تنه يې وړي دي چې پکې د پينځه و جسدونه ترلاسه شوي او درې اوس هم ورک دي.

ويل شوي سېلابونو کورونو او نورو ځايونو ته هم تاوان اړولی دی.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې د پي ډي اېم په خبر پاڼه کې ویل شوي پرون د بارانونو او سېلابونو له امله کوم ځاني زيان نه دی اوښتی خو د کوټې کراچۍ او ژوب او ډېره اسماعيل خان ترمنځ لارې/ سړکونه بند پاتې وو د ګاډو چلند پرې نه کېدو.

د پي ډي اېم بلوچستان ترمخه په صوبه کې د لومړي جون راهسې د پرونه پورې د بارانونو او سېلابونو له امله 207 کسان مړه شوي چې پکې 98 سړي، 48 ښځې او 61 ماشومان شامل دي او 81 تنه ژوبل شوي دي.

د پي ډي اېم اې ترمخه په بارانونو او سېلابونو کې 6057 کورونه په مکمله توګه تباه شوي او 17060 ته تاوان اوښتی دی. ويل شوي 690 کلوميټره سړکونه او يو لک 98461 اېکړه زرعي ځمکه اغېزمنه شوې ده.

پي ډي اېم اې په صوبه کې د سبا پورې د نورو تېزو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

او د افتونو په وخت قومي ادارې [اېن ډي اېم ای] پرون په 19 اګست په خپله وېب پاڼه ورکړی شوو شمېرو کې ویلي په بلوچستان کې د بارانونو او سلابونو له امله پينځه، خېبرپښتونخوا ک دوه او سيند کې لس تنه مړه شوي دي.

اېن ډي اېم ویلي د 15 جون نه تر پرونه پورې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې ټول 962 کسان مړه شوي او تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې پکې په بلوچستان صوبه کې شوي چې شمېره يې 207 ده.

د چارواکو په وېنا پاکستان کې په روانو پشکالي بارانونو کې تر ټولو زیات تاوان بلوچستان صوبې ته اوښتی خو حکومتي ادارې د خلکو په مرستو بوخت دي.

بل لور ته د موسمياتو محکمې ویلي، د 19 اګست نه تر 22 اګست پورې په شمال ختيځ بلوچستان کې، د 19 نه 20 اګست پورې په سيند کې، او د20 اګست نه تر 23 اګست پورې خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د نورو بارانونو امکان دی.

د موسمياتو محکمې ويلي، د بارانونو سره د سېلابونو راتلو او ژورو علاقو کې د اوبو ډنډ کېدل هم امکان لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG