لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د سېلابونو له امله اووه کسان مړه شوي اؤ په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي


rain cause flood in kp pakistan
rain cause flood in kp pakistan

د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان بارانونو او سیلابونو سخته ځپلې او چارواکي وایي سیلابونو کې تر دې مهاله 7 تنه مړه شوي او په زرګونو کورونو ته زیان اړولی دی.

د ډي ایي خان انتظامیي چارواکي وایي د ضلعې درې تحصيلونه پرووا، درازنده او درابن د وروستيو سيلابونو له امله تر ټولو زيات متاثره شوي دي.

د انتظامیې په خبره سیلابونو کې 7 تنه مړه شوي او په زرکونو خلک بې کوره شوي او هغوي سره امدادي مرستې روانې دي .

دقدرتي افتونو په مهال دنظم د دولتي ادارې پي ډي ایم ای چارواکي وايي تراوسه د ضلعي انتظاميي چارواکي د شوي زيان دمعلوماتو په راټولولو بوخت دي او د خلکو د اسانتیا د پاره د مرستو شپږ کیمپونه لګول شوي چې پکې د سیلابونو نه ځپل شوي خلک په ځائ کړي شوي دي.

د دوی په خبره سیلابونو تر ټولو زیاته پرووا سیمه متاثره کړې چې له امله یې د یوې اندزې ترمخه 8000 کورونه په مکمله او يا جزوي توګه زيانمن شوي دي.

د پرووا سیمې یوه اوسیدونکي شکیل ملانه وي او ای ډیوه ته وویل د دوی علاقه په بشپړه توګه سیلابونو متاثره کړې او کورونه وران شوي دي،خو تر اوسه دوی ته هیڅ امدادي ډلې نه دي ورغلي.

هغه وویل زنانه او ماشومان د سر سیوری نه لري ،خوراک څښاک اؤ نورو مرستو ته زیاته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه سیلابو کې فصلونونه زیانمن شوي او دکورنیو ساتلي څاروي چې د دوئ د معاش یوازینۍ سرچینه ده دګیاه د نشتوالي سره مخ دي.

الله دیتا، چې خپله کورنۍ یې امدادي کیمپ ته راوستې ،ډیوه ته وايي سیلابونو کې یې هر څه له لاسه ورکړي، فصلونه، څاروي او کورونه یې زیانمن شوي .

هغه وویل دغلته یوازې د څو سوؤ کسانو د ځائ کولو انتظام شوی دی ،بل لوري ته په زرګونو شمیره داسې کورنۍ دي چې د سیلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او په خلاصو ډاګو یا میدانونو کې بې د سر د سیوري ژوند کوي.

د پروواه تحصیل مرستیال کمشنر کرامت الله وایي په درازنده او درابن کې یو یو او پروواه سیمه کې 4 د مرستو کیمپونه جوړ کړل شوي چې پکې د خوراک څښاک د انتظام سره د سیلاب ځپلو کورنیو د ځائ کولو د پاره د پینځوؤ سوؤ نه زیاتې خیمې لګول شوې دي،

هغه وایي دې کیمپونو ته په سلکونو خلک راغلي چې د هغوي سره مرستې کیږي او که خلکو ته نوره اړتیا وه دې کیمپونو کې به نوره پراختیا کولی شي.

د ړنګو کورونو او دکروندې زمکې ته داوښتي نقصان په اړه لا کره معلومات نه دي راټول کړل شوي تر دې مهاله د خلکو د ژغورلو او هغوی ته امدادي مرستو رسولو هلې ځلې دوامدارې دي.

په روانه اګست میاشت کې د ملک وزیراعظم شهباز شریف د ډیره اسماعیل خان دسفر پرمهال اعلان کړی ؤ چې په سیلابونو کې د ویجاړو شوؤ کورونو معاوضه به پینځه ،پینځه لکه روپۍ ورکولی شي اؤ دمړو شوؤ کسانو کورنیو ته به دمرستې په توګه لس،لس لکه روپۍ ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG