واشنګټن - ټاکل شوې ده چې امریکا به له اوکراین سره د درې بیلینه ډالرو په ارزښت د نورې اوږد مهاله پوځي مرستې اعلان وکړي.
امریکايي چارواکو اسوسېټېډ پریس ته ویلي، چې دغه مرسته به د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان شي.
امریکايي چارواکي ويلي، په دغو پیسو به د ډرونونو،وسلو او د جګړې کرښې لپاره د نورو پوځي وسایلو لپاره قراردادونه وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې په رسانو باندې باید فشار زیات کړل شي تر څو له اوکراین څخه خپل ټول سرتیري وباسي.
بل پلو د اوکراین پوځ ویلي، په اوکراین د روس د یرغل راهیسې یعنې په تېرو شپږو میاشتو کې نېږدې ۹۰۰۰ اوکرایني سرتیري وژل شوي.
دا لومړی ځل دی چې د اوکراین پوځي چارواکي په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتیرو د شمېر په اړه معلومات ورکوي.
همدارنګه ملګروملتونو هم تایید کړې ده چې د اوکراین په جګړه کې د فېبرورۍ له ۲۴ راهیسې تر ۵۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.
د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې هم د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وو چې لږ تر لږه ۹۷۲ ماشومان د اوکراین په جګړه کې مړه یا ژوبل شوي دي خو وايي، ریښتینی شمېر ښايي تر دې ډېر زیات وي.