واشنګټن – د روس یو وتلي پخواني خبریال رویټرز خبري ادارې ته ویلي، د ولسمشر ویلادیمیر پوتین دا پرېکړه چې د شنبې یا خالي په ورځ به د پخواني شوروي اتحاد د وروستي رهبر میخایل ګورباچوف د جنازې په مراسمو کې ګډون نه کوي، دا څرګند پیغام لېږدوي چې دی نړۍ ته په بل نظر ګوري.
د ویلادیمیر پوزنر په اند چې له ګورباچوف سره یې څو ځله مرکې کړي او د روس وتلي سیاستوال ښه پېژني وايي، د پوتین دا پرېکړه چې د ګورباچوف په جنازه کې به ګډون نه کوي یو سنجول شوی کار دی.
۸۸ کلن پوزنر له رویټرز سره په یوې مرکه کې ویلي، "زه فکر کوم چې دا د یو بیان په څېر دی." او زیاتوي، "زه فکر نه کوم چې ښاغلی پوتین دې د ښاغلي ګورباچوف کوم ځانګړی مینوال وي. دا د هغه حق دی چې باید ورنشي. زه فکر کوم چې هغوی نړۍ ته له بېل بېل نظره ګوري."
پوتین د شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ کال سقوط چې په ناخواسته ډول په ګورباچوف باندې تپل کېږي د شلمې پېړۍ تر ټولو لویه جیوپالیټیکل غمیزه ګڼي او وايي، که چانس ولري دی به یې بېرته بدله کړي.
ګورباچوف هم د شوروي اتحاد په سقوط باندې خواشینی شوی وو او د هغې د اصلاحاتو او بېرته ساتلو هیله یې ښودلې وه.
د پوتین دا پرېکړه چې دده په وینا کې په اوکراین کې یې ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي داسې ښکاري چې د هماغو تېروتنو اصلاح کول دي، لږ تر لږه د سقوط په یوې برخه کې چې ګورباچوف یې په مخنیوي کې ناکامه شوی وو.
د اوکراین په جنوب کې سخته جګړه روانه ده:
د برتانیې د دفاع وزارت استخبارات وايي، د اوکراین په جنوب کې د جمعې په ورځ درنه جګړه روانه ده، او د ژپوریژیا اټومي بټۍ ته څېرمه په انرهودار سیمه باندې توغندي توغول کېږي.
د ملګروملتونو د اټومي څار د نړیوالې ادارې پلټونکو د ژپوریژیا له کارخونې څخه خپله لومړنۍ خوندي لیدنه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ بشپړه کړې که څه هم د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ بټۍ ته نېږدې جګړه روانه وه.
دغه پوهان به د جمعې په ورځ هم خپل کار ته دوام ورکړي.
د امریکا د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ په وروستیو معلوماتو کې ویلي، روسي ځواکونو په سلووینسک، بخموت او ډونیڅک ښارونو کې ځمکني بریدونه پیل کړي.
دوی زیاتوي د روس دریمه قول اردو ډانباس سیمې ته د لېږلو لپاره سره راټولېږي.
روسان وايي، اوکرایني ځواکونه د لویدیځ خرسان پر لور له څلورو لوریو څخه جګړه کوي.
د جګړې تر څنګ د ګډو عملیاتو د همغږۍ مرکز اتو نورو کښتیو ته اجازه ورکړې چې د جمعې په ورځ له اوکراین څخه ۱۵۸۰۰۰ میټریک ډله غله وباسي.