لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د روان کال وړومبیو شپږو میاشتو کې د پاکستان دننه په 2211 ماشومانو جنسي تېری شوی دی


پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل تازه خپور کړي رپورټ کې ويلي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد دننه په 2211 ماشومانو جنسي تېری شوی دی.

د "ظالمانه شميرې"په نامه جارى کړل شوي دې شپږ مياشتني رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال 2021 کې به 10 ماشومان هره ورځ د جنسي تېريو او زياتو نخښه ګرځېدل خو د سږني کال د لومړيو شپږو مياشتو شمېرې په ګوته کوي چې دا شمېره اوس د ورځې 12 ته رسېدلې ده.

د رپورټ ترمخه د تېر کال 2021 په پرتله د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې د ماشومانو ضد د جنسي تېريو په پېښو کې 17 فیصدي اضافه په ګوته کوي.

د ساحل رپورټ وايي دتېر کال 2021 په لومړيو شپږو مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تېريو او زياتي 1896 پېښې رپورټ شوې وې.

دا شمېرې په پاکستان کې د ماشومانو خلاف د جنسي تېريو، تښتونې، وژنو او کم عمرۍ د ودونو په اړه سنګین صورتحال ته اشاره کوي او په دې پېښو کې پرله پسې اضافه ليدل کېږي.

د غېر دولتي تنظيم ساحل مشره منيزی بانو ډيوه سره خبرو کې وايي خلک اوس داسې پېښې رپورټ کوي، دا د همت خبره ده او غوره بدلون دی.

هغه وايي مونږ وېره لرو چې د راغلي سېلابونو له کبله بې ځايه شوي ماشومان د جنسي تېريو او نورو زياتو نخښه ګرځېدی شي.

وايي که څه هم داسې پېښې نه دي رپورټ شوې خو په سېلاب ځپلو سيمو کې زموږ کارمندان وايي دداسې پېښو احتمال شته.

د ساحل د دې تازه رپورټ ترمخه د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 802 ماشومان تښتول شوي او ددې ترڅنګ 243 ماشومانې جینکۍ او 298 تنکي هلکان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 17 هلکان او 13 انجونې د جنسي تېريو وروسته وژل شوي دي.

رپورټ کې راغلي چې 212 ماشومان د خپلو کورونو څخه لا درکه شوي دي او په دې مهال د کم عمرۍ د ودونو 17 پېښې هم رپورټ شوي چې پکې درې پېښې د وني یا د بدل د ودونو دي.

رپورټ وايي د ماشومانو سره د جنسي زياتو په 2211 پېښو کې ککړ موندل شوي 1050 کسان د ماشومانو پېژندګلو دي او په 409 پېښو کې ککړ تنان ناپېژندګلو دي.

د رپورټ ترمخه په پنجاب صوبه کې د ماشومانو پرضد د جنسي تېریو تر ټولو زیاتې 1564 پېښې، ورپسې 338 پېښې د سند نه، او په دريم نمبر زياتې پېښې د سرښار اسلام اباد نه رپورټ شوې دي.

خېبرپښتونخوا کې دا شمېره 77 او بلوچستان کې 23 ده.

په رپورټ کې ويل شوي چې په 131 پېښو کې د جنسي تېريو دښکار شوؤ ماشومانو عمرونه د پينځوؤ کالو نه د کم عمر دي او 401 پېښې داسې رپورټ شوي چې په کې د جنسي تېريو دښکار شوو ماشومانو عمرونه د شپږ او لسو کلونو ترمنځ دي.

څېړونکي وايي دا ښایي چې د جنسي تېريو زياتره نخښه ګرځېدونکي کم عمره ماشومان په اسانۍ سره تېرویستل کېږي.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه ته وايي کله چې هم د ماشومانو خلاف د جنسي تېريو شمېرې مخې ته راځي نو هغه بېله بېل رجحانات په ګوته کوي.

وايي يو دا چي دداسې پېښو ښکار کيدونکي ماشومان کم عمره وي او بل دا چې په زياترو پېښو کې هم يو تن ککړ وي لکه څنګه چې د پېښور په وروستیو پېښو کې ښکاره شوه.

هغه واي دريم رجحان دا دی چې په داسې پېښو کې ککړ تن که هر څو خپل ځان پټ وساتي خو تېر په تېره بيا ونيول شي.

عمران ټکر مخکې وايي بله دا هم د بحث موضوع ده چې په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته يا خو کمې سزاګانې ورکول کېږي، يا په ضمانت خوشې کېږي او یا بري کېږي.

د ساحل ددې رپورټ په پائ کې ويل شوي چې د سږني کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې څرګندوي چې د جنسي زياتي په وخت د ماشومانو د لوڅو فلمونو په جوړولو کې 12 فيصدي کمی راغلی دی. تېر کال د ماشومانو د لوڅو فلمونو د جوړښت 67 پېښې رپورټ شوې وې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG