په ايران کې د 22 کلنې مهسا امیني د مړينې د پېښې وروسته چې احتجاجي مظاهرې پېل شوي، اېسوسي اېټډ پرېس ویلي، د قهرجنو مظاهره چيانو او امنيتی ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
د وي او اې د خبر ترمخه د مظاهرو په مهال په ايران کې د انټرنېټ غټې کمپنۍ ويلي، د زیارت په ورځ موبايل انټرنېټ بند کړی شوی وو.
د ايران د سرکاري ټيلي ويژن يو خبريال [اېنکر] د زیارت په ورځ ویلي د مړينو شمېر 17 ته رسېدی شي خو دا يې نه دي ويلي چې څنګه به دا شمېره سېوا کيږي.
د ايران رېډيو او ټيلي ويژن چېنلې چې د رياست په کنټرول کې دي او جرنلسټان د نيولو د ګواښونو سره مخ دي، د ايران انقلابي ځواک عدالت ته ويلي په ټولنیزو رسنیو د بدامنۍ ناسم يا جعلي خبرونه او اوازې خپرونکي دې محاکمه کړي.
د جمعې په ورځ 16 ستمبر د 22 کلنې مهسا اميني مړينه تاييد شوې او بيا په تهران کې د روغتون مخې ته خلکو احتجاج کړی وو، مهسا اميني د کرد کم شمېره ټولنې سره تړاو لرلو او د ایران د کردستان صوبې د شمال غربي ښار سقيض سره يې تعلق وو.
د امیني د کورنۍ غړو ويلي د امنیت اخلاقي پوليسو د ستمبر په 13م نېټه هغه تهران ته د سفر په وخت نیولې چې امیني سم حجاب نه وو کړی او بيا یې د ځان سره بوتللې وه.
د امیني کورنۍ تور لګوي چې د پوليس په ولکه کې دا په جسماني توګه ځورول شوې وه او د پوسټ مارټم د نتیجو د شریکولو نه بغېر يې په تادۍ کې د دې د جنازې انتظام کړی.
امنیتي چارواکي د امیني سره د ناوړه سلوک تورونه ردوي او وايي چې هغه د زړه د دورې نه مړه شوې وه خو د کورنۍ غړي يې وايي هغې ته د زړه مسله کله هم نه وه شوې.
امریکې، يورپي يونين او ملګرو ملتونو د مهسا اميني د مړينې پېښه غندلې ده.
د امریکې حکومت د ايران په اخلاقي پوليسو او امنيتي ادارو په مشرانو بندیز لګولی او ويلي يې دي دوی پرله پسې په پرامنه مظاهره چيانو تشدد کوي.
د ايران صدر ابراهيم ريسي د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په څنډه کې ويلي، په چټکتيا سره د مړينې د دغه پېښې پلټنې کولی شي. هغه پوښتنه را ولاړه کړې چې په امریکا کې د امنيتي ځواکونو د لاسه امریکايان وژل کيږي. هغه ویلي په ګرده نړۍ کې دې یو ډول معيار وساتل شي.
هغه ويلي د اميني د پېښې وروسته يې سمدست د هغې د کورنۍ سره تماس نيولی او د پلټنو باور يې ورکړی چې تر ټولو مهمه د هر وګړي د حقونو ساتنه ده.
په ایران کې د خبريالانو وکيل محمدعلي کامفروزي د زيارت په ورځ ويلي، خبريالې نیلوفر حامدي چې د اميني د مړينې وروسته يې د روغتون عکس اخستی، هغه نيول شوې او په کور یې چاپه وهل شوې ده.
ويل شوي په ايران کې د يادې پېښې وروسته روان احتجاجونه حکومت ته يو چېلنج جوړيږي، په لارو کوڅو او سړکونو د احتجاجونو په مهال جينکۍ خپل حجابونه سوځوي. د احتجاج کوونکو عامه نعره ده، چې "مرګ په ډکټېټر".
په ايران کې روانه احتجاجي لړۍ د کال 2019 د تېلو د ګرانۍ په سر په غټه کچه د احتجاجونو وروسته غټې مظاهرې ګڼل کيږي.
د بشري حقونو د تنظيمونو ترمخه د 2019 د مظاهرو په مهال په لسګونو کسان وژل شوي وو او په دغه تشدد کې د کال 1979 د ايران د اسلامي انقلاب وروسته په غټه کچه وژنې شوې وې.