خېبرپښتونخوا کې پخپله د بنديزونو ښکار جينکۍ وايي په ايران کې د روانو احتجاجونو ملاتړ کوي. د پېښور پوهنتون زده کوونکو جينکو ډيوه ته وويل، دا احتجاجونه هغه ښځو ته حوصله ورکوي چرته چې هغوی ته حقونه نه ورکړل کيږي. ارشد مومند د هغو خبرې په دې رپوټ کې راغونډې کړي دي.