لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين د اندېښنې وروسته، داسو کې په چينايي اينجینيرانو بريد کې ککړو دوه ملزمانو ته د مرګ سزا اورول شوې


د پاکستان د ترهګرۍ ضد مقدمو اورېدونکي عدالت وروسته له هغې د داسو ډېم په چينايي اينجينيرانو د بريد په پېښه کې ککړو تورنو ته د مرګ سزا اورولې چې روانه مياشت چين په پاکستان کې د چینايي وګړو په امنيت ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روانې میاشتې په لومړي او دوېم نومبر د يو لوړ پوړي پلاوي سره د چین سفر کړی وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او د پاکستان نه تمه څرګنده کړې چې چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".

د داسو په پېښو کې ککړو ته د سزا اورول کېدو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان د چينايي کارمندانو، پروژو او ادارو د ساتنې يا حفاظت دپاره پرعزم دی.

د هزارې د ترهګرۍ ضد عدالت د تير زيارت/ پنجنشبې په ورځ داسو کې د چينايي اينجينيرانو په ګاډي د ځانمرګي بريد په مقدمه کې دوه تورنو ملزمانو [محمد حسېن او محمد اياز چې تعلق يې د سوات د مټې تحصيل سره دی] ته د مرګ سزا اورولې او څلور يې بري کړي وو.

تير کال په 14 جولايۍ د خېبرپښتونخوا په بر کوهستان ضلع کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه چينايي وګړو په ګډون پکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.

قرېشي ويلي وو، د پاکستان غېرقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دا برید د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو په مرسته تر سره کړی دی.

د پېښې وروسته د داسو ډېم په پروژه کار ودرول شوی او بيا د تير اکتوبر په مياشت کې پاکستاني چارواکو ويلي وو په پروژه بيرته کار پېلولی شي.

هغه وخت داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې چين د جولایي په میاشت کې د پاکستان دننه په ترهګریز بريد کې د وژل شويو نهو چينايي وګړو لپاره د پاکستان نه 38 ميلیونه ډالرو معاوضه غوښتې ده.

تير کال د دسمبر په مياشت کې د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه په صوبه کې يې د داعش خراسان ډلې نېټ ورک تباه کړی او ویلي يې وو د مې د میاشتې راهسې په صوبه کې د داعش خراسان ډله فعاله شوې او سي ټي ډي يې د استخباراتي ادارو په مرسته د داعش خراسان پرضد عمليات کړي، 599 ترهګر يې نيولي او 110 يې وژلي وو.

چارواکو دعوه کړې وه چې په عملیاتو کې يې په داسو کې په چينايي اينجينيرانو په ځانمرګي بريد کې ککړ ترهګر هم نيولي وو.

د چين صدر په پاکستان کې د چينايي وګړو په امنيت اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] پروژه کې په پاکستان کې د زرګونو په شمېره کې چينايان کار کوي، خو په دوی په ځانګړي ډول بلوچستان صوبه کې د تندلارو بريدونو بيجنګ اندېښمن کړی چې له امله يې په وروستيو کې په ځينو پروژو کار هم په قلاره کړی شوی دی.

په دغو بريدونو کې وروستی ځانمرګی بريد د روان کال د اپرېل په مياشت کې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو شوی چې درې استازان پکې وژل شوي وو. بلوچ لبرېشن ارمي نومې بلوڅ بېلتون خوښې ډلې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه.

د چين د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف له قوله ويلي وو، "پاکستان به د چينايي ادارو او کار کوونکو دپاره ممکنه ټول امنیتي تدابير نور هم چټک کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG