لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د افغان چارواکو سره د پولې په مسلو خبرې روانې دي، خو د خرلاچي پوله لا تړلې پرته ده


د پاکستان د بهرنيو چاروو زارت ویلي، "دا حقيقت دی چې د پاکستان او افغانستان په پوله مسلې راغلې وې، خو تاسو به کتلي وي چې په ځايي کچه انتظامیې بيانونه ورکړي، د خرلاچي پولې په ګډون دواړه خواوې پرله پسې ليدنې کوي او په مختلفو کچو خبرې اترې کيږي".

خو د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا ترمنځ د خرلاچي پوله د تيرې اوونۍ راهسې تراوسه تړلې پرته ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ نه پرون د زيارت / پنجشنبې په ورځ [24 نومبر] په اوونيزه خبري غونډه کې د افغانستان سره په پوله د نښتو او شخړو په اړوند پوښتنې شوي او هغې ویلي، د پولې په مسلو پرله پسې د افغانستان د چارواکو سره په تماس کې دي.

د خرلاچې د پولې په اړوند يې ويلي، "مونږ دغه هر څه په نظر کې ساتو او په دغه اړه به نور تفصيل د حالاتو مطابق شريکولی شي".

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې نه دغه پوښتنې په داسې حال کې شوي چې د تير خالي/ شنبې په ورځ [19 نومبر] د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا ولايت د ډڼډي پټان ولسوالۍ ترمنځ په پوله نښته شوې وه.

په يادو نښته کې دواړو خواو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه مخې ته راغلي وو خو د دواړو خواو نه چارواکو په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه وو ویلي.

د شخړې وروسته د افغانستان سره د خرلاچي تجارتي لاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې چې تراوسه بنده پرته ده.

د سيمې نه یو ځايي مشر اعوان علي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، پوله لا بنده پرته ده، د تیرو څلورو ورځو نه په پوله ډز بندي ده، خو خبرې روانې دي شخړه لا نه ده هواره شوې.

هغه وويل د پولې دواړو غاړو ته قبايلي مشرانو ليدنې شوي او دواړو خواو ته قبايلي مشرانو خپل خپل حکومتي مشران په احوال خبر کړي او زياته یې کړه هيله لري سبا بيا ليدنه وشي او په خبرو کې کوم پرمختګ وشي.

خو نوموړي وويل په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو په مهال د کرمې د خلکو انتقالي ځمکې پورې غاړې ته پاتې شوي، اوس د دغو ځمکو شخړه به دواړه حکومتونه هواروي.

اعوان علي زياته کړه په پوله د شخړې او ډزو وروسته پولې ته نزدې ډېرې کورنۍ محفوظو ځايونو ته منتقل کړی شوې چې ډېرې پکې اوس هم بيرته نه دې ستنې شوي.

وي او اې ډیوه په پوله د شخړې په اړه د کرمې د مرستيال کمشنر او په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا ولايت په پوله دا نښته شخړه په داسې حال کې جوړه شوې چې له دغې وړاندې د چمن پوله د يوې پېښې وروسته تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکو ویلي وو د پولې په دوازه د پورې غاړې نه په ډزو کې يو پاکستانی سرتيری وژل شوی او په افغانستان کې د طالب چارواکو نه يې د دغه تن سپارلو غوښتنه کړې وه، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو د پېښې پلټنې کوي او هڅه به کوي چې داسې پېښه بيا ونه شي.

ممتاز زهره بلوڅ ويلي د چمن په پوله به خبر لرئ چې دغه پوله د دواړو خواو د خبرو اترو وروسته د ګل په ورځ پرانستل شوې ده. او په ياده پېښه افغان چارواکو سخته خواشيني څرګنده کړې، د پېښې د پلټنو او بيا نه تکرار کېدو يې ویلي دي.

هغې ويلي په دغه اړوند به نور جزيات هم وروسته شريک کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG