لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ مشران وایي کور کمانډر افغانستان سره د ناوا پاس لارې پرانستو باور ورکړی


Life in Bajuar Agency 16
Life in Bajuar Agency 16

افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپشتونخوا د قبايلي ضلعې باجوړ مشرانو او کاروباريانو د پېښور دکور کمانډر لخوا د ناواپاس لارې د افغانستان سره د تجارت د پاره د پرانستو د اعلان هرکلی کړی اؤ وايي دې سره به د دواړو هېوادونو تجارت سېوا شي او ځايې خلکو ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي.

د زيارت په ورځ د پېښور کور کمانډر د باجوړ دوره کړې او د ځايې مشرانو جرګې ته يې وېنا کړې ده، په دغه جرګه کې ګډون کوونکو مشرانو ډيوه ته وويل کور کمانډر سره يې په سيمه کې د امن او د افغانستان سره د تجارتي لارو په پرانستو خبرې شوي دي۔

د باجوړ ځايې مشر شېخ جهانزاده ډيوه ته وويل په جرګه کې د ټولو ګډونوالو غوښتنه وه چې د ۲۲ کالو نه د تجارت د پاره تړل شوې د ناواپاس لاره دې پرانستل شي۔

نوموړي وويل کور کمانډر يې دغه غوښتنه منلې ده او ورته يې د لارې د باقاعده پرانستې د پاره د ځايې چارواکو سره د صلاح مشورې ويلي دي۔

شېخ جهانزاده وويل د ناواپاس لار تاريخې حثيت لري"دا لار د پېړو راهسې د تجارت د پاره کارول کيږي، له دې لارې مينځنۍ اسيا سره تجارت په اسانه کېدای شي"

هغه وایي که له دې لارې تجارت پېل شي نو د خېبر پښتونخوا مرکزي ښارونه ورته نزدې دي او ددې ترڅنګ د افغانستان ګڼو علاقو ته له دې لارې په اسانه رسد کېدای شي.

د پاکستان د پوځ لخوا لا هم په دغه اړه څه نه دي ويلي شوي خو په باجوړ کې د امنيتي ادارو سرچينو د کور کمانډر ددغې خبرې تايد کړی دی، ضلعي انتظاميه لا هم څه نه دي ويلي چې د ناواپاس لاره به کله پرانستل کيږي۔

د افغانستان سره د خېبر پښتونخوا دتجارت د پاره د خېبر تورخم، د کرمې خرلاچۍ او د وزيرستان غلام خان لارو باندې تجارت کيږي خو بيا ځني وختونو کې په پوله د شخړو له امله تړل کيږي۔

د کرمې ځايي سوداګر وايي څو ورځې وړاندې د افغان طالبانو او د پاکستاني عسکرو د انښتې له امله د خرلاچۍ لار د تګ راتګ د پاره تړل شوې ده۔

د باجوړ او مومندو ضلعې کاروباريان وايي د ناواپاس ترڅنګ د مومندو ګورسل او باجوړ کې يو بله لار هم د اوږدې مودې راهسې د افغانستان سره د تجارت د پاره بندې پرتې دي۔

د باجوړ ښار بازار مشر لالي شاه وايي که د افغانستان سره د تجارت لارې پرانستل شي د سيمي په زرګونو ځوانان به په روزګارشي۔

"دلته سبزيانې او مېوې پېدا کيږي، د دوايانو، غوړو، سيخ او نور خوراکي توکي افغانستان ته وړل کېدای شي، دغسې د افغانستان نه وچه مېوه، ټایرونه او نور ګڼ سامانونه پاکستان ته راوړل کېدای شي"

د ناواپاس لارې د پرانستو خبره په داسې حال شوې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت کوونکي سوداګر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اوسنۍ کلنۍ کچه د 300 میلینو ډالرو پورې ښايي. دوی وايي د 2004 نه 2009 پورې يې داسې وخت لیدلی چې د دواړو هېوادونو د تجارت کچه د کال درېوؤ اربو (ملیاردو) ته رسېدلې وه.

سوداګر د 2009 نه را پديخوا موده د دوه اړخیز تجارت لپاره د زوال موده ګڼي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG