لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د 2000 ډالرو اخستو لپاره د بېنکي اکاونټ خلاصول ضروري ګرځول شوي


د پاکستان د خزانې وزارت او مرکزي بینک د دوؤ زرو یا تر دې د زیاتو امریکایي ډالرو د اخستو دپاره دبینک اکاونټ خلاصول لازمي ګرځولي دي.

اقتصادي پوهان وایي په پاکستان کې د ډالرو کمی دی ،د بهرنیو هیوادونو څخه ډالر پاکستان ته نه راځي او دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره نوره هم کمه شوې ده او حکومت غواړي چې غیر ملکی زرمبادله کنټرول وساتي ځکه چی تر اوسه د بهرنیو هیوادونو او مالیاتي ادارو له خوا پاکستان دمالی مرستو ژمنې هم نه دي پوره شوي.

د مملکت دخزانې وزیرې عایشه غوث پاشا د پاکستان سینیټ قايمه کمیټۍ ته ویلي دا ګامونه مرکزي بینک په دې غرض پورته کړي چې د پاکستان څخه بهر ته د ډالرو دانتقال مخه ونیسي.

تر دې وړاندې مرکزي حکومت د درامداتو دپاره په لټرز آف کریډټ یا ایل سيز هم بندیزونه لګولي وو چې له وجې یې د پاکستان دننه د صنعتي څانګې دپاره د خام مال په مد کې مشکلات زیات شوي دي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر ذلاکت خان وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې یا اسعارو ذخیره کمه ده او بیا د اقتصاد د دیوالیه کیدو خطر هم زیات دی چې له امله یې د غیر ملکي ادارو اعتماد هم راکم شوی دی.

ذلاکت خان وایي حکومت هڅې کوي چې ډالر کم نه کم بهر ته لاړ شي خو دې سره د خام مال درامدات کمیږي او د پاکستان په پیداوار او برامداتو منفي اغیزې کیږي.

"مرکزي حکومت د درامداتو دپاره هم ډالر کم کړي چی له وجې یې پیداوار کم شوی او که داسي قسمه بندیزونه جاري وي نو برآمدات به نور هم متاثره شي "

تر دې وړاندې مرکزی حکومت د بهر تلونکی وګړو دپاره ځان سره د ډالرو د وړلو شرحه د لسو زرو نه پینځوؤ زرو ډالرو ته راکمه کړې وه .

په دې وروستیو کې د پاکستان دبرامدي صنعت ټیکسټایل اتحادیې د وزیر اعظم شهباز شریف نه د توانایۍ د جاري ساتلو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چی برامدي سوداګرو ته دې د سیلز ټيکسونو دوه اربه روپۍ ستنې کړل شي، د خزانې مرکزي وزیر تیره میاشت برامدي صنعت ته د 110 اربو روپو د رعایتونو ورکولو اعلان هم کړی و .

اقتصاد پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان اقتصادي مشکل ورځ تر بلې زیاتیږي او د بهرنیو هیوادونو نه پاکستان ته غیر ملکي زرمبادله نه راځي.

"پاکستان ته د روان مالي کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې 3 اربه ډالر راغلي، بهر ډالرز زیات اوځي او راځي کم او په دسمبر کی یو ارب ډالر پاکستان ته ستنول دي او اسحاق ډار هم ویلي چې واپسي به کوو، غیر ملکي زرمبادله 7 اربه ډالره ده ، ایي ایم ایف هم خفه دی او بجټ خساره هم زیاته ده"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بینک وایي تیره اوونۍ د بهرنیو اداییګو له وجې دغیرملکي زرمبادلې ذخیره 134 میلينه ډالره کمه شوې او د یاد بینک سره 7.8 اربه ډالره پاتې دي.

نن د جمعې په ورځ په انټر بینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 223 روپۍ او 94پیسې وه خو په پرانستي مارکیټ کې ډالر د 230 روپو نه زیات خرڅیدو.

مرکزی حکومت تمه لري چې د سیلابونو د مرستو په مد کې به 13 اربه ډالره پاکستان ته ورکړل شي او د چین او سعودی عرب له خوا به هم د 8 اربو ډالرو مالي مرستی وکړل شي خو اقتصادی پوهان وایي دا مرستې د ایي ایم ایف د پور د پروګرام سره تړلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG