لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو او حملو د اعلان ډېرې اغېزې به په پښتونخوا وي


څيړونکي وايي، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ډز بندي ختمه کړه په ټولو ملک کې د حملو خبره يې کړې خو زياتې اغېزې به يې په پښتونخوا وي، د دې اعلان سره حالات نور پېچلي شو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره به اوس د پاکستان اړيکې نورې څنګه پاتې کیږي؟ دا به هم په راتلونکې کې معلومه شي.

څيړونکی خبریال عقيل يوسفزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته يو رپورټ مخې ته راغلی چې ټي ټي پي په پاکستان کې 255 بريدونه کړي او په دې کې يې 160 بريدونه په خېبرپښتونخوا کې شوي دي، او د پاکستان پوځ هم 89 عمليات کړي دي چې پکې د طالبانو مهم مشران هم وژل شوي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې وویل، دا اوس پيچيده صورتحال دی په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان په اړيکو، د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د امنيت، د پوځ نوی مشر راغلو، دا هر څه به اوس په راتلونکې کې معلومه شي.

او څيړونکی خبریال مشتاق يوسفزی وايي که څه هم طالبانو د وړاندې نه ډز بندي نه وه ختمه کړې خو عمليات د دواړو [ټي ټي پي او پوځ] خواو نه روان وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، زما په خیال طالبانو ځان فعال کړو، د وزيرستان نه تر باجوړ او مومندو پورې، او د هغې غټ ثبوت په بندوبستي علاقو کې د هغو حملې کول دي.

هغه زياته کړه په دې کې شک نشته چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې ناست دي که څه هم د ټي ټي پي سره د پاکستان مذاکرات کامياب نه شو خو ټي ټي پي پکې ځان منظم کړو.

د نوموړي په خبره، د ټي ټي پي سره د مذاکراتو نه تمې لرل کېدې ځکه چې په دغو خبرو کې د ايي اېس ايي پخوانی مشر او بيا د مذاکراتو په مهال د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد او مخور قبايلي مشران په دې کې شامل وو خو داسې ښکاري چې اوس دغه خبرې ختمې شوي دي او بیا دا خبرې چا پرمخ نه بوتلې.

هغه وويل، اوس به کتلی شي چې د پاکستان نوی پوځي مشرتابه څه کوي؟ ځکه چې پاکستان په خپله د اقتصادي مشکلاتو سره هم مخ دی.

د طالبانو د ډز بندۍ ختمولو او حملو د اعلان په اړوند څیړونکی خبريال حقنواز خان وايي، ټي ټي پي په ټول پاکستان کې د حملو اعلان کړی دی خو خېبرپښتونخوا به د دې نه زياته اغېزمنه وي کومه چې د وړاندې هم متاثره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، هغه نه ګڼي چې ټي ټي پي په نور ملک کې دومره پياوړتيا لري. مذاکراتو کومه نتيجه ور نه کړه، بيا د پوځ د مشرتابه او حکومتي بدلون سره هم دا مذاکرات ډېر په مخکې لاړ نه شو، اوس به نوي څه پاليسي وي؟ دا مشکلات به وي د وخت سره به معلومه شي.

هغه زياته کړه د افغانستان سره په پوله شخړې روانې دي او د پاکستان او افغانستان اړيکې اوس هم اغېزمنې ښکاري نو ډېر څيزونه به په راتلونکې کې ښکاره شي.

دغه رنګ څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، د هغه په نظر ټي ټي پي به د تېر په څېر پياوړی نه وي خو ښکاري يو څه پلان به ورسره وي، بل د تېر په څېر حالات هم نه دي ډرون بريدونه نشته په افغانستان کې د ټي ټي پي خلک ازاد دي، وړې وړې ډلې پکې شامل شوي او پاکستان کې سياسي مسلې شتون لري.

نوموړي زياته کړه، افغان طالبانو د ټي ټي پي او پاکستان د خبرو کوربه توب کوو خو د القاعده په مشر اېمن الظواهري د ډرون وروسته د هغو د پاکستان سره اړيکې ډېرې ښه نه وې پاتې، اوس نه ښکاري چې طالبان به د افغانستان نه ټي ټي پي اوباسي، دا ټول څيزونه ښکاري چې د پاکستان دپاره يې مشکل پېدا کړی دی.

خو څيړونکي ټول يوه خله دي چې په داسې حال کې چې ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو اعلان وکړو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر نن د کابل سفر کوي، هغه به د طالبانو د حکومت سره په دغه اړوند څه خبرې کوي، خو ايا پاکستان په افغانستان کې په واکمنو طالبانو فشار اچولی شي که نه شي؟ دا به په راتلونکې کې څرګنده شي.

په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په وروستيو کې ويلي وو، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

په یاد رپورټ کې ویل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي وو او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې وه.

د پاکستان حکومت د تير کال اکتوبر په مياشت کې د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل کړي چې پکې د ټي ټي پي سره په کابل کې د پاکستان نه تللو جرګو ليدنې هم کړې وې، او تحريک طالبان پاکستان د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې وه کومه چې طالبانو پرون ختمه کړه.

خو د ډز بندۍ په مهال هم ټي ټي پي د تير ستمبر د مياشتې راهسې د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د طالبانو د ښکاره کېدو او بدامنۍ د پېښو کېدو وروسته بيا د سوات نه تر وزیرستان او خېبرپښتونخوا په بېلابیلو ضلعو کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه مظاهرې هم شوي چې تراوسه پورې روانې دي. په يادو مظاهرو کې بيا بيا دا خبره تکرار شوې چې پښتانه به نوره خپله خاوره بدامنۍ ته نه پرېږدي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG