لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان خان پوښتنه: ترهګر چې بیا منظم کېدل امنیتي ادارې اؤ استخباراتي شبکې چرته وې؟


نوموړي ویلي هغه دخپلې واکمنۍ په موده کې د اشرف غني دحکومت سره هم داړیکو ښه کولو پوره هڅه کړې وه
نوموړي ویلي هغه دخپلې واکمنۍ په موده کې د اشرف غني دحکومت سره هم داړیکو ښه کولو پوره هڅه کړې وه

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې هیواد کې د ترهګرو د بیا منظم کېدو ذمه وار دده تېر حکومت دی اؤ پوښتنه یې کړې ده چې هرکله ترهګر دلته بیا منظم کېدل نو د پاکستان امنیتي ادارې اؤ استخباراتي شبکې چرته وې چې دغه ترهګر یې نه لیدل؟

هغه وایي که دترهګرو په بیا منظم کیدو کې غفلت دامنیتي ادارو اؤ استخباراتي شبکو ؤ نو بیا یې دی څنګه ذمه وار ګرځول کیږي.

د وي او ای انګریزي برخې خبریالې ساره زمان سره په یوه ځانګړې مرکه کې عمران خان ویلي په افغانستان کې چې هر حکومت وي باید پاکستان ورسره ښې اړیکې ولري .

هغه وایي پاکستان د افغانستان سره 2500 کیلو میټره اوږده پوله لري اؤ که دافغان حکومت سره دپاکستان اړیکې ښې وي نو که په دغه پوله دترهګرۍ څه رقم ستونزه پیدا کیږي،افغان حکومت به دپاکستان سره مرسته کوي.

نوموړي ویلي هغه دخپلې واکمنۍ په موده کې د اشرف غني دحکومت سره هم (داړیکو ښه کولو) پوره هڅه کړې وه.

کله چې دعمران خان نه پوښتنه وشوه چې تر اوسه حتی د پاکستان حکومت هم وايي چې له افغان طالبانو څخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هغه ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې څنګه چې پاکستان غواړي نو هغه وویل:

" تاسو پوهېږئ، د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې زمومږ د بهرنيو چارو وزير تقريباً ټول وخت له پاکستانه بهر تېروي، خو افغانستان ته يې يو سفر هم نه دى کړى"

دهغه په وینا "زه دا نه وایم چې دا به اسانه وي، خو ایا مونږ غواړو چې په پاکستان کې هغه څه تکرار شي چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې دکال 2005 څخه نیولی ترکال 2015 پورې د تروریزم تر نامه روان ؤو؟"

ښاغلي خان وویل "مونږ په داسې موقف کې نه یو چې د ترهګرۍ پر وړاندې بله جګړه وکړو. او یوازینۍ لار دا ده چې کابل مونږ سره یو څه کار وکړي ترڅو مونږ په ګډه دا مسله حل کړو"

هغه وویل ده پخپله واکمنۍ کې غوښتل دافغانستان نه د30زرو څخه نیولي تر40زرو کسان بیرته راستانه اؤ دلته یې اباد کړي خو واضحه یې کړه چې دغه ټول کسان ترهګر نه ؤ بلکې کورنۍ پکې شاملې وې

هغه پوښتنه وکړه چې ایا مونږ ته دغه ټول کسان په یوه لیکه کې ودرول اؤ په ګولیو ویشتل پکار ؤ که نه دلته بیا راستنول اؤ بحالول پکار وؤ؟

نوموړي وویل دده حکومت غوښتل چې دافغانستان نه ددغو کسانو دبیا راستنولو په لړ کې دپولې په اوږدو کې دټولو سیاستمدارانو ،دفاټا دمشرانو اؤ امنیتي ځواکونو ترڅنګ دټي‌ ټي پي سره هم همغږي وي خو وایي داسې ونه شول.

ځکه چې بیا زمونږ حکومت ختم شو او کله چې زمونږ حکومت ړنګ شو، نو نوي حکومت دغه لوري ته خپل پام ونه ګرځولو.

عمران خان په وینا "دنوي حکومت له لوري دنه پاملرنې له امله دا (دترهګرو دمنظم کیدو)ګواښ زیات شو او شونې ده چې دوی بیا منظم شي، خو بیا د پاکستان امنیتي ځواکونه چیرته وو؟ استخباراتي ادارې چیرته وې؟ ایا دوی نه شي لیدلی چې دوی [بیا] رایوځائ کیږي؟ نو، ستونزه دا ده، چې مونږ څنګه د دوی د غفلت لپاره ذمه وار شو؟"

دعمران خان ددعوې برعکس دپاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري تېره میاشت عمران خان دترهګرو خواخوږی بللی ؤ اؤ تور یې لګولی ؤ چې هغه پخپله واکمنۍ کې ترهګرو ته پیسې ورکولې اؤ دهغوي مشران یې دجیلونو نه خوشې کړي وؤ ځکه نن یو وارې بیا په پاکستان کې دترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده.

دعمران خان په تیر حکومت کې دافغان طالبانو په ملاتړ کابل کې دپاکستاني طالبانو سره دپاکستان له لوري دخبرو لړۍ پیل کړل شوې وه خو په دغو مذاکراتو ټکونه کیدل چې پوځ پخپل سر طالبانو سره خبرې کوي اؤ پارلیمان یې له نظره غورځولی دی.

دمذاکراتو نتیجه کې دواړو خواؤ( پاکستان اؤ ټي ټي‌‌ پي) داوربند اعلان هم کړی ؤ خو دغه اوربند بیا ډير زر مات شو اؤ دهغې راپدیخوا ټي ټي پي پاکستان کې خپل ترهګریز بریدونه چټک کړي چې پکې په سوونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.

څېړونکي وایي ټي ټي پي سره دمذاکراتو په مهال هغوئ ځانونه یو وارې بیا منظم کړي اؤ اندېښنې ښایي چې په راتلونکي کې دپاکستان دننه دترهګرۍ لمنه نوره هم پراخه کیدای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG