واشنګټن - د نېټو سېکریټري جنرل ینس سټولټنبرګ د زیارت/پنجشنبې په ورځ انقره ته ولاړ چې په ترکیې او شام کې د تېرې هفتې د تباه کنه زلزلې له امله، همجهتي وښيي.
سټولټنبرګ چې د ترکیې د خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په یو کنفرانس کې خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې نېټو د ضرورت په دې وخت کې د ترکیې تر څنګ ولاړه ده. ترکیه د نېټو ممبرشپ لري.
سټولټنبرګ پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ د ترکيې د مرستندویه ډلو حوصلې ته سلام کوو، او مونږ تاسو سره غمشریکي کوو."
هغه زیاته کړه چې اوس به د نېټو ائتلاف توجو په بیاجوړولو او د هغو کسانو سره امداد کول وي چې د زلزلې له امله بېځایه شوي دي.
هغه چې د کومو ځانګړو هلو ځلو یادونه وکړه، یو یې موقتي سرپناه ګانې جوړول، او بل ترکيې ته د زرګونو خیمو په رسولو کې د نېټو د هوایي جهازونو د سټراټېجيکي صلاحیت استعمالول و.
د ملګرو ملتونو سېکریټري جنرل انټونیو ګوتېرېش هم د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نړېوالو نه غوښتنه وکړه چې په آینده درې میاشتو کې دې د ترکیې د زلزلې ۵.۲ میلینه زیانمن شوو کسانو سره د مرستې په مد کې، ټولټال د یو بلین ډالر په اندازه بشري مرسته راټوله کړي.
ګوټېرېش وویل: "اوس د دې وخت دی چې نړۍ د ترکیې د خلکو سره کومک وکړي – هماغسې چې کله نورو مرستې ته ضرورت درلود، نو دوی [ترکیه] ورسره درېدلي دي. ډېر سخت ضروت موجود دی، خلک په کړاو کې دي، او وخت ډېر کم دی."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د شام دپاره چې هغه هم د زلزلې له امله زیانمن شوی، د قریب څلور سوه میلینه (۴۰۰) ډالره مرستو غوښتنه کړې ده.
د ترکیې حکومت وایي چې د زلزلې له امله، په یوولسو (۱۱) ولایتونو کې څه باندې نهه (۹) میلینه خلک نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي.
د ترکیې د بېړنیو حالاتو ادارې د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې په زلزله کې د مړو شمېر تر شپږ دېرش زره (۳۶۰۰۰) سېوا شوی او د زخمیانو شمېر هم د یو لک کسانو نه ډېر دی.
د ترکیې په ګاونډ، شام کې هم د دې زلزلې له امله د مړو شمېر د پنځه نیم زره (۵۵۰۰) نه زیات ښودل شوی دی.
میلینونه کسان چې د دې زلزلې نه ژوندي پاته شوي دي، اوس یې کورونه وران دي، د یخني په موسم کې سرپناه ته ضرورت لري، او خوراک و دوایانې هم باید ورته ورسیږي.