لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي په کوئټه کې یې ځانمرګې بریدګره نیولې، فعالان وایي دا صرف جبري ګرفتاري ده


تصویر (فایل)
تصویر (فایل)

پوليس په کوئټه کې د بلوڅ ښځينه ځانمرګې بريدګرې د نيولو دعوه کړې، خو د ښځې کورنۍ او بلوڅ فعالان يې جبري ګرفتاري بولي.

د ترهګرۍ ضد کارکونکې ادارې یا سي ټي ډي په جاري شوي بيان کې دعوه شوې چې د شنبې/خالي په ورځ يې د کوئټې په سيټلايټ ټاون سیمه کې د ماهل بلوڅ په نوم ځانمرګې بريدګره نيولې او له هغې څخه يې د چاودېدونکو توکو جېکټ تر لاسه کړی دی.

د سي ټي ډي د ترجمان له لوري په خپاره شوي بيان کې لیکل شوي، د پټو معالوماتو پر اساس يې د کوئټې په سټلايټ ټاون کې عمليات کړي او د جاسوسي ادارو په مرسته يې د ځانمرګې برید کوونکې ښځينه (ماهل بلوڅ) په نیولو سره يې د ترهګرۍ لوی پلان ناکامه کړ.

بيان کې د ماهل بلوڅ تعلق له بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل ايف سره ښول شوی، او زیاته شوې چې، "د نيول شوې ترهګرې په اوږه ځانمرګی جیکټ و، دا کې څلور يا پينځه کلو چاودېدونکي توکي کارول شوي و، چې موخه یې په کوټه کې پر حساس ځاي برید کول و".

د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکوونکي تنظیم ، وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز له لوري په کوئټه او ځينې نورو سيمو کې د ماهل بلوڅ د ګرفتارۍ پر ضد احتجاجونه شوي او د هغې د خلاصولو غوښتنه يې کړې ده.

د تنظيم چېرمېن نصرالله بلوچ د سي ټي ډي تورونه رد کړي او د سي ټي ډي له لخوا د ماهل بلوڅ نیول يې جبري ګرفتاري بللې ده.

نصرالله بلوچ وایي: "په بلوچستان کې د سي ټي ډي عملیات له پخوا څخه مشکوک دي، هغه يې له خپله کوره څخه نيولې وه او له ځانه سره يې وړې ده. د هغوی دا تورونه چې هغه ځانمرګې بريدګره ده بې ځايه دي. موږ په پاکستان کې د انساني حقوقو له تنظیم څخه غوښتنه کوو چې د مهل بلوڅ په اړه دې بشپړ تحقیقات وکړي او د بلوچستان حکومت دې د پېښې د تحقيقاتو لپاره پارليماني کمېټۍ جوړه کړي".

د نصرالله بلوچ په خبره نيول شوې ماهل بلوڅ مېړه درې يا څلور کاله وړاندې د ځواکونو له لوري په يوه مقابله کې وژل شوی دی او دوی دوې لوڼې لري.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير ضیا لانګو د ماهل بلوڅ د نیولو پخلی وکړ.

لانګو له ډیوه ته سره په خبرو کې وویل دوی نه غواړي یوارې بیا د آرمي پبلک سکول پشاور، د اتم اګست 2016 د کوټې وکېلانو د مرګونې پېښې په شان يوه بله لويه پېښه رامنځ ته شي او یا هم پر عسکري او لوړ پوړو چارواکو کوم قسم خونړۍ برید وشي، او د داسې بريدونوه مخه نيول د حکومت ذمه واري ده.

د هغه په خبره له څو ورځو راهيسي د خفیه ادارو لخوا د ځانمرګي برید په اړه رپورټونه راغلي وو او اخر يې هغه ونيوله او د هغوی پلان يې شنډ کړ.

ښاغلي ضیا لانګو زیاته کړه: "په ټولنه کې ښځو نيول بد کار بلل کېږي خو دلته موږ وليدل چې تر دې وړاندې په کراچۍ کې هم بلوڅ ښځينه ځانمرګې بريد وکړ او لوی تاوان يې جوړ کړ، اوس چې کومه ښځه نيول شوې له هغې سره ځانمرګی جیکټ نیول شوی دی، و هغې ته مو ټول قانوني حق ورکړی، و عدالت ته مو وړاندي کړې ده، قانون د نر او ښځي دواړو لپاره برابر دی، که د کوم چا اعتراض وي هغه دې عدالت له ولاړ شي او هغه (ماهل) دې بې ګناه ثابته کړي او کوم چا چې دا عمل کړی هغه دې له عدالت څخه سزا کړي".

د وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز تنظيم په خبره د فرورۍ پر 3مه د راشيده بي بي په نوم یوه بله بلوڅه او د هغې خاوند رحیم زهري لادرکه شوي وو.

د ياد تنظیم او د لادرکه کسانو د کورنۍ او د بېلا بېل سیاسي ګوندونوله لوري د کوټې د مطبوعاتو د کلب و مخ ته تېره ورځ د احتجاج پر مهال راشيده بي بي خپل کورته ستنه شوې، خو خاوند يې لا هم لادرکه دی-

د لادرکه بلوڅانو د تنظیم رپورټ دی چې په روان کال 2023 کې د جنوري او فروري په میاشت کې 37 تنه لادرکه شوي دي چې تر اوسه یواځي د 3 تنو درک لګېدلی.

وايي تېر کال د یاد تنظیم له لوري حکومت ته د 770 لادرکه کسانو نوم لړ يا ليسټ ورکړل شوی وو چې 300 تنه پکې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG