لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د یو ځانمرګي اؤ د هغه د څلورو همکارانو د نیولو دعوه شوې ده


امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو دعملیات پرمهال یو ځانمرګی اؤ دهغه څلور ملګري نیولي دي.

سرچینو د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې اؤ نه یې دا ویلي چې دهغوئ تړاؤ دکومې وسله والې ډلې سره دی خو یوازې دومره یې ویلي چې نیول شوي ترهګر نامعلوم مقام ته منتقل کړل شوي اؤ هغوئ منلې ده چې ترهګرۍ ته یې تابیا نیولې وه.

امنیتي سرچینې دعوه کوي د روان کال په اوږدو کې تر اوسه درې ځانمرګي اؤ دهغوي 28سهولت کاران نیول شوي اؤ وایي دهغوئ نه دترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس دځېنو نورو کسانو دنیول کیدو هېلې هم شته.

پاکستاني رسنیو ددغو سرچینو له خولې ویلي چې په نیول شوؤ ورانکارو کې زیاتره هغه طالبان شامل دي چې د کرک،هنګو،کرم اؤ تل په دینې مدرسو کې یې زده کړې کولې.

شمالي وزیرستان نه دترهګرو دنیولو دا تازه دعوه په داسې حال کې شوې ده چې دافغانستان دپولې ترڅنګ پرته داقبایلي ضلعه په نزدې ورځو کې ترهګرۍ سخته ځپلې ده اؤ دغلته په پرله پسې ډول په امنیتي ځواکونو دبریدونو ترڅنګ دیو شمیر هدفي وژنو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

په 13مه فرورۍ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې یې څلور ترهګر وژلي دي.

سي ټي ډي پولیسو ويلي وؤ دوئ د ميرانشا څخه بنو ته تورن ترهګر منتقل کول چې په دغه مهال پرې وسله والو بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي او د پينځوؤ نه تر شپږو پورې نور په تیاره کې په تېښته کې بريالي شوي دي.

همدا شان تېره اوونۍ ميرانشا کې په پوځيانو ډزې شوې او څلور پوځيان پکې ژوبل شوي وو اؤ ددې ترڅنګ د غلام خان تحصيل په ډانډي سيمه کې د يو پوليس افسر په کور ډزې شوې وې او اته کسان پکې ژوبل شوي وؤ چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

په خېبر پښتونخوا سیمه کې په دې وروستیو کې دترهګرۍ بهیر زیات چټک شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ اؤ یو شمیر سیاسي ګوندونو مشران تور لګوي چې ترهګر پوځي استخباراتي شبکو پخپله یو وارې بیا راپورته کړي اؤ غواړي چې دترهګرۍ په پلمه په قبایلي ضلعو کې یو وارې بیا پوځي عملیات وکړي.

خو پوځ اؤ حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي امنیتي ځواکونو دترهګرۍ پرضد جګړه کې دسرونو درنې قربانۍ ورکړې دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG