لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ځایي قبایلي مشر ملک ریمال په هدفي توګه وژل شوی


د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې چې پکې د وزیرو بوراخېل قبیلې مخور مشر ملک ریمال وژل شوی او د هغه زوئ سخت ژوبل شوی دی .

په شمالي وزیرستان کې دا تازه پېښه په داسې حال شوې چې سبا د اتوار په ورځ پشتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه سیمه کې د امن په پلوۍ او د ناامنۍ پرضد ولسي غونډه کوي.

په شمالی وزیرستان کې څلیریشت ساعتو کې د هدفي وژنو دا دویمه پېښه ده، د زیارت په ورځ د لږکیو ټولنې سره تړاو لرونکی یو تن نامعلومو وسله والو په هدفي توګه وژلی و.

پولیس دا تازه پېښه تاییدوي او وایي دا پرون د جمعې په ماښام د میر تحصیل په نورک سیمه کې د بنو میرانشاه سړک د پاسه رامنځته شوې ده.

د میر علی پولیس تاڼې دچارواکو په وینا د ملک ریمال په ګاډي نامعلومو کسانو ډزې کړي چې پکې هغه وژل شوی او زوی یې زوبل شوی دی.

پولیس وایي تر پېښې سمدستي وروسته یې وژل شوی او ژوبل تن روغتون ته انتقال کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړي‌ دي.

د پولیسو وینا ده چې دا دهدفي وژنې پېښه ده او د وژل شوي تن کورنۍ لا په چا دعوه نه ده کړې او پولیسو ته یې ویلي چې په نوموړي تر دې وړاندې هم دغسې بریدونه شوي خو هغه وخت پکې دی بچ پاتې شوی ؤ او د کورنۍ نور کسان یې زیانمن شوي وؤ.

ملک ریمال څوک وو ؟

نزدې 70 کلن ملک ریمال وزیر د شمالي وزیرستان دنورک سیمې اوسیدونکی و او د وزیرو دبوراخېل قبیلې مشر و او په علاقه کې به یې د قام په استازیتو په قامي جرګو او مرکو کې برخه اخیسته .

هغه خپله یو کاروباري شخصیت و او په علاقه کې یې د تیلو پمپ لرلو.

د ضرب عضب عملیاتو پرمهال هغه د نورو خلکو په شان سره د خپلې کورنۍ دخپلې سیمې په پریښولو مجبور شوی و.

د سیمې نه د قامي پارلیمان غړي او دملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ په ټویټر لیکلي د شمالي وزیرستان په نورک سیمه کې د بوراخیل قبیلې مشر ملک ریمال خان په هدفي برید کې وژل شوی دی.

هغه وایي " زموږ په سیمو کې د هدفي وژنو له څپې څخه bمه وار غافل دي. زموږ خلک په سړه سینه په نخښه کیږي او وژل کیږي"

په شمالي وزیرستان کې په تیرو څلیربشت ساعتو کې د هدفي وژنو دا دویمه پیښه ده،د تیر زیارت په ورځ د لږکیو ټولنې سره تړاو لرونکی یو تن نامعلومو وسله والو په هدفي توګه وژلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان دننه ګڼ شمیر احتجاجي پرلتونه او مظاهرې شوې دي.

سبا د اتوار په ورځ بیا پښتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه کې د ناامنۍ پرضد او امن د پاره ولسي غونډه کوي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې ځایي خلک د سختې ویرې سره مخ کړي دي.

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې خلک د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او دې ناامنۍ ځایي خلک بیا دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي ځکه چې د امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدارۍ مقدمې درج کیږي.

په وروستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او ويلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت اوس هم ډاډمن نه دی.

د ضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي اؤ د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG