لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې په منظور پشتين، علي وزير او نورو نوې مقدمه درج شوې


منظور پشتين
منظور پشتين

د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرضد مقدمه درج شوې چې پکې د بغاوت او ریاستي ادارو د سپکاوي مادې لګول شوي دي.

د میرانشاه د پولیسو تاڼې په مقدمه کې تور لګول شوی چې په 26مه فرورۍ د پي ټي ایم مشرانو ولسي غونډې ته د ریاست او د ریاستي ادرو پرضد د کرکې وېناګانې کړې دي.

په مقدمه کې ویل شوي چې په ضلع کې په ځای کړی شوې د فساد د مخنيوي مادې سرغړونه شوې ده.

په مقدمه کې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر، د پي ټي ایم مشر منظور پشتین، عید رحمان، زکیم مداخېل، ډاکټر حیات، ګیلمن پشتین او صمد خان نومول شوي دي.

په مقدمه کې ويل شوي چې د 3000 يا 3500 پورې کسان راټول شوي او وينا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او د موجوده حکومت پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده، ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادو121-123-124A-504-505-506-120B-180-34-153-153A-341-21iJATA لاندې مقدمه درج شوې ده.

د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

په میرانشاه سیمه کې د فرورۍ په 26مه د پي ټي اېم يوه ولسي غونډه کړې چې پکې د سیمې نه په لويه شمېره کې خلکو ګډون کړی وو.

غونډې ته په وينا کې د پي ټي اېم مشرانو د حنیف پشتین او نورو بندیوان غړو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

دوی ويلي وو په جنوبي او شمالي وزيرستان او نورو پښتون مېشته سيمو کې دې امن په ځای کړی شي.

وینا کوونکو د دې پېښو وجه د شک وړ ګرځولې او د پښتنو د شتمنیو د "لوټېدو" په اړه یې فکرمندي ښودلې وه.

د پي ټی ایم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر باندې چې تازه دا مقدمه درج نوموړی په وروستیو کې نزدې د دوه نیم کاله بند وروسته له زندانه خوشی شوی دی.

هغه وي او اې ډیوه ته وویل د دوی پرضد مقدمې جوړېدل نوې خبره نه ده، له دې وړاندې هم د دوی پرضد د قتل او د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې جوړې شوي دي، خو دوی په عدالتونو کې د مقدمو مقابله کړې او بري شوي دي.

هغه وویل تحريک يې په پښتنو د ظلم خلاف شروع کړی د ناامنۍ پرضد دی، جاري به يې ساتي او د مقدمو جوړولو څوک هم دوی د خپلې لارې څخه نه شي په شا کولی.

د پي ټي اېم مشرانو وخت په وخت د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو په پښتنه سیمه کې د ناامنۍ جوړولو تورنه لګولي خو د پاکستان پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي او دریځ لري چې پي ټي ایم د دښمنو هیوادونو په لمسه دا کار کوي او د دې ترڅنګ په پي‌ ټي ایم د بهر نه د پیسو اخستو تورنه هم لګوي، کوم چې د پي ټي اېم مشران یې بې بنیاده ګڼي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG