لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیکا کې مېشت د وزیرستان خلک په انګور اډه لار د تګ راتګ اجازه غواړي


د جنوبي وزیرستان سره په پوله د افغانستان پکتیکا ولایت کې مېشت د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکې کورنۍ وایي دوی ته دې د جنوبي وزیرستان په اتګور اډه پوله د تګ راتګ اجازت ورکړل شي.

د دوی په وینا دا په زرګونو شمېر کورنۍ دي چې د شمالي وزیرستان په شیوا تحصیل او د افغانستان پکتیکا ولایت کې کورونه او ځمکې لري.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وایي دوی ته یوازې د شمالي وزیرستان په غلام خان پوله تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

د وزیرو د کابل خېل قبیلې مشر ملک صدیق الله ډیوه ته وویل دوی د پولې دواړ غاړو ته دیوې قبیلې خلک مېشت دي چې په خپلو کې خپلوي او راشه درشه لري.

هغه وویل دوی په خپله د شمالي وزیرستان د شوې تحصیل شناخت لري او په هغه ځای کې کورونه او ځمکې دي خو په پوله داغزن تار لګول کیدو وروسته دوی خپلو سیمو ته نه پریښودل کیږي.

هغه غوښتنه وکړه انتظامیه او نور حکومتي چارواکي دې په دې غور وکړي او دوی ته دې په پوله په تګ راتګ تګ کې اسانۍ ورکړي .

یو بل مشر ملک میر اعظم خان وویل دغه کورنۍ د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مېشت دي دوی ته د شمالي وزیرستان شوال لار تړل شوې او د غلام خان په لار ه د تګ د پاره د اندارج عمل څو ورځې اخلي چې چې په وخت بیا ناروغان روغتونونو ته نه شي رسولی.

هغه وویل په افغانستان کې د دوی سیمه د جنوبي وزیرستان سره پوله لرې او د جنوبي وزیرستان په انګور اډه لار دې دوئ ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

وي او ای ډیوه سره په دې اړه د شمالي وزیرستان د انتظامیه مشر ریحان خټک شریکو کړو مالوماتو کې وویل دوی ته د شمالي وزیرستان غلام خان په پوله د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې هلته دې راځي اندارج دې کوي دشناخت کولو وروسته دوی خپلو سیمو ته پریښودل کیږي.

هغه زیاته کړې د لارښونې سره سم چې دا خلک د کومو ضلعو سره تړاو لري یوازې د هغې ضلعې په لارو تګ راتګ کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG