لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: اسلام اباد، سيند او پنجاب صوبو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی


د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد، سيند او پنجاب صوبو په مخصوصو ضلعو کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [13 مارچ] نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې به د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې دغه کمپاين کيږي.

پاکستان کې د پوليو مخنیوي پروګرام ویلي، د پوليو ضد څاڅکو د کمپاين لومړی پړاو چې نن پېل شوی د پنجاب په 13 او سيند صوبې په 16 ضلعو او اسلام اباد کې د پينځه و کالو نه د کم عمر 17.41 ملینه ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

د پروګرام ترمخه په ملک کې د روانې سرشمېرنې له امله د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمباين په دوه برخو کې وېشل شوی دی.

ويل شوي دوېم پړاو به د درېم اپرېل نه اووم اپرېل پورې د روژې په دويمه اوونۍ کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې کيږي.

او په دويم پړاو کې به د خېبرپښتونخوا د 26 ضلعو په ګډون اووه جنوبي ضلعو او بلوچستان صوبې په 12 ضلعو کې ټولو 4.12 ملينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.

د صحت مرکزي وزير عبدالقادر پټېل په مياندو پلارانو ټينګار کړی چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول يقيني کړي.

هغه ویلي، په چاپېريال کې د پوليو وايرسو د موجودګۍ نه معلوميږي چې دا وايرس په ټولنه کې شتون لري کوم چې د ماشومانو دپاره سخته خطره ده.

هغه زیاته کړې، د روژې او بيا اختر په نزدې کېدو په اباديانو کې د تګ راتګ سره د وايرسو خورېدو خطره سېوا کيږی ځکه اړينه ده چې ماشومانو ته په کمپاين کې څاڅکي ورکړی شي.

او د پوليو د مخنيوي د پروګرام د بېړنيز مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، دا تازه کمپاين په ځانګړي ډول هغو علاقو کې کولی شي چرته چې په روژه او اختر کې زیات تګ راتګ کيږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام ويلي، پاکستان کې د تېر کال 2022 د ستمبر د میاشتې راهسې د پوليو پېښه نه ده رپوټ شوې خو سږ کال د لاهور په دوه علاقو کې د پوليو ماحولياتي نمونې ترلاسه شوې وې او بيا د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او د سيند صوبې په ګوټکي سیمو کې هم د پوليو وايرس شتون تاييد شوی وو.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې د پوليو ټولې 20 پېښې رپوټ شوې وې.

يادې 20 پېښې په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلې چې پکې 17 يواځې په شمالي وزیرستان کې رپوټ شوې وې، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې معلومه شوې وه.

په 2021 کې يواځينۍ پېښه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې مخې ته راغلې وه.

او په کال 2020 کې په ملک کې د پوليو 84 پېښې رپوټ شوې وې، چې تر ټولو زياتې 26 پکې په بلوچستان، او 22، 22 په خېبرپښتونخوا او سيند صوبو کې او 14 په پنجاب کې مخې ته راغلې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG