د چین او اوکراین د ولسمشرانو له خبرو وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کانګرس ته ویلي، چې له روس سره د چین سفارتي او نورې مرستې په اوکراین کې د جنګ د خاتمې په لړ کې د امریکا د ګټو خلاف دي.
دا څرګندونې د چین او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ له ممکنه خبرو مخکې شوي.
نور تفصیل یې د وایس اف امریکا خبریالې نایک چېنګ په رپورټ کې نوشیروان قلندر وړاندې کوي.