د پاکستان حکومت وایي، د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ پرضد ګامونو په هکله په اړیکه کې دي او په افغانستان کې یې د ترهګرو د پټو ځایونو په اړه هغوی خبر کړي دي.
څېړونکي وايي، د ترهګرۍ د مهار کولو لپاره باید پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او د مذاکراتو پر ځای دې د ترهګرو پر خلاف عملیات وکړي.
نور تفصیل د اسلام آباد نه د اورنګزیب خان په رپورټ کې.