په بټګرام کې یو هندو سوداګر د روژې رعايتي نرخ اعلان کړی
د بټګرام مرکزي بازار کې د هندو ټولنې يو تاجر د مسلمانانو د پاره په خپل دوکان کې د خرڅلاو توکو او جامو نرخونه تر نيمايي راټيټ کړي.
دغه تاجر وايي، ددې رعايت مقصد د روژې مقدسې مياشت ته درناوی او له بې وزله او غریبو کورنيو سره د مرستې کول دي.
په دې اړه نور حال د احسان محمد خان په دې رپورټ کې.