لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:پوځ وایي عملیاتو کې یو پوځي او 8 ترهګر وژل شوي، د دوو افسرانو په ګډون 4پوځیان ژوبل


د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو ضد عمليات شوي او په دغه مهال ترهګرو سره نښته کې اته ترهګر او یو پوځي عسکر وژل شوی دي.

پوځ وایي دې نښته کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون څلور نور عسکر ژوبل شوي هم دي.

د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې ناوخته دپوځ مطبوعاتي څانګې خپل یو بیان کې ويلي "د کوز جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې د ترهګرو د موجودیت معلومات ورته ترلاسه شوي وؤ چې په دغه اطلاع امنيتي ځواکونو دترهګرو پرضد عمليات کړي دي".

پوځ ویلي د ترهګرو سره نښته کې اته وسله وال وژل شوي چې پکې د وسله والو مهم کماندړ جان محمد هم شامل دی.

پوځ ویلي د وژل شوو ترهګرو نه یې وسله ترلاسه کړې او دوی په سیمه کې په هدفي وژنو، په امنیتي ځواکونو بریدونو او تاوان دپاره دتښتونو په پېښو کې ککړ وو.

په پوځي بیان کې د وژل شوو ترهګرو نور تفصيل نه دی ویل شوی چې څوک دي؟

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې چې د کوز جنوبي وزیرستان په شین ورسک علاقه کې د پوځ په چاپه کې د دوي څلور غړي انس، سهیل، جان محمد او وسیم وژل شوي دي.

میډیا ته جاري کړي بیان کې پاکستاني طالبانو دعوه کړې ده چې د نښتې پرمهال یې پاکستاني امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پوځ ویلي د ترهګرو سره په نښته کې 31 کلن سپاهي حامد رسول چې د پنجاب پنډۍ سيمې سره يې تعلق و، وژل شوی او د پوځ د دوو افسرانو په ګډون څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.

د پوځ په بیان کې د ترهګري دختمولو هوډ ښکاره کړل شوی دی.

د سیمې نه ځایي خلکو وي او ای ډیوه ته وویل دعملیاتو پرمهال په ضلعه کې موبایل فون او انټرنیټ بند کړل شوي وو او په علاقه کې نیزدې تر لسو ساعتو د توپو او نورو وسلو ډزې اوریدل کیدې.

یوه امنتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل فوځ ته کره استخبارتي مالومات ترلاسه وو چې دغلته وسله وال خوندي ځالې لري او دغلته دموجودو ترهګر پرضد د پاکستان د پوځ ځانکړې قطعې( ایس ایس جي کمانډوز) عملیات کړي دي.

هغه وویل د عملیاتو پرمهال د ترهګرو پټه ځاله له مینځه وړل شوې چې د ځمکې لاندې یوه غار کې جوړه کړل شوې وه.

دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د مارچ په 21مه د افغان پولې سره جوخت د کوز جنوبي وزیرستان انګور اډه سیمه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آیي اېس ایي یو جګپوړی افسر، برېګېډیر مصطفا کمال برکي په یوه نښته کې وژل شوی و.

د برکي وژنه پوځ او حکومت لویې تاوان بللی و او د ملک وزیراعظم شهباز شریف په يو ټويټ کې د بريګيډير مصطفا کمال برکي په وژنه د خفګان څرګندونه کړې وه

وزیراعظم ویلي وؤ د ترهګرۍ نوغی به ويستل کيږي ځکه چې دا د پاکستان د تصور خلاف ده

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG