د پاکستان پنجاب ایالت کې د انتخاباتو پر سر د پېدا شوي سیاسي تاوتریخوالي په ترڅ کې مرکزي حکومت نن د جمعې په ورځ د قامي سلامتۍ د کمیټې غونډه رابللې ده.
پاکستاني رسنۍ وایي (نن) د جمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ راجوړیدونکې دې غونډه کې پوځي او د استخباراتي شبکو مشران حکومتي چارواکو ته هیواد کې د قامي سلامتۍ په اړوند احوال تېروي.
د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان وایي د حکومت لخوا د قامي سلامتۍ د غونډې رابللو دا ګام به مسلح ځواکونه یوازې د عدلیې نه بلکې د ټول قام مخې ته ودروي.
عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي دي چې حکومت دا غونډه د انتخاباتو د ځنډولو په موخه رابللې ده او غواړي چې د هیواد امنیت د انتخاباتو وروسته کولو لپاره د یو جواز په توګه مخې ته راوړي.
پاکستاني رسنیو د زیارت په ورځ ویلي د قامي سلامتۍ د کمیټې کېدونکې غونډه کې به په دې خبره غور کولی شي چې پاکستان کې انتخاباتو ته لاره هواره ده او که نه ؟
رسنیو ویلي یاده غونډه کې به په نورو مهمو قامي چارو هم سلا مشورې او غور کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپریم کورټ الیکشن کمیشن ته په 14مه مئ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د الیکشن کولو حکم کړی دی اؤ حکومت ته یې لارښوونه کړې ده چې دغه انتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.
خو د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د دې پرېکړې منلو نه انکار کړی دی او پرون د زیارت په ورځ قامي اسمبلۍ د سپریم کورټ د فیصلې خلاف قرارداد هم منظور کړی دی.
په دغه قرارداد کې په حکومت ټینګار شوی دی چې پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند باید دسپریم کورټ فیصلې ته غاړه کښېنږدي.
دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټویټر لیکلي دا خبره په بشپړ ډول په ډاګه شوې ده چې پي ډي ایم په هرحال کې د انتخاباتو نه تېښته کول غواړي.
هغه ویلي حکومت دسپریم کورټ په اړه یو غیراییني قانون مخې ته راوړی اؤ هم یې دعدلیې پرضد دقرارداد دقامي اسمبلۍ نه منظور کړی دی.
خو دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف بیا ویلي چې سپریم کورټ دې خبلې پرېکړې ته کتنه وکړي، فل کورټ دې جوړ کړي اؤ بیا چې هره فیصله کوي حکومت به یې مني.
اسلام اباد کې د وکیلانو یوې غونډې ته خپله وینا کې وزیر اعظم شهباز شریف ویأي هیڅ یو سیاسي ګوند دانتخاباتو نه تېښته نه شي کولی اؤ کوم سیاسي ګوند چې له انتخاباتو تېښته وکړي نو سیاست به یې هم په هغه ورځ دفن شي.