لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي او 300 کورنۍ کډه شوي


د پښتونخوا نارامه سیمې کورمې نه رار سېدلي رپوټونه وايي چې په فرقه ايزه نښتو کې تر اوسه د 60 نه زیات کسان وژل شوي، 300 کورنۍ کډه شوي او تر 1000 پورې کورونه او دوکانونه سوځول شوي دي.

پاکستاني رسنۍ او د فرانس پرس خبري اژانس په رپورټ کې ویل شوي چې په تازه نښتو کې نور 32 کسان وژل شوي اؤ د ځایي چارواکو وینا ده چې حالت په چټکتیا سره له قابو اوځي.

په کورمه کې اوسنۍ بد امني د جمعې په ورځ د شیعه مسلمانانو د ګاډو په قافله باندې د برید وروسته زیاته شوې ده. کورمه کې لږه کي شیعه مسلمانان د پېړیو راسې د اکثریتي سني مسلمانانو سره ګډ ژوند کوي خو د څو لسیزو راسې یاده سیمه کې فرقه ایز تشدد په یو یا بل شکل کې سر پورته کوي.

د شنبې یا خالي په ورځ یو حکومتي پلاوی هم په حالاتو د قابو موندلو په موخه کورمې ته رسیدلي خو مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په هغه هیلي کاپټر هم سیمه کې ډزې شوي چې دغه لوړ پوړی حکومتي پلاوی پکې کورمې ته روان ؤ.

د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي په سرکاري هیلي کاپټر شوؤ ډزو باندې اندېښنه ښکاره کړې اؤ دا یې یوه افسوسناکه پېښه بللې ده.

خو کورمې ته تللي د حکومتي وفد مشر اؤ د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم بیا جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې په هیلي کاپټر ډزې نه دي شوي اؤ دوي په خیر اؤ عافیت سره کورمې ته رسېدلي دي.

د پښتونخوا حکومتي ویاند بیرسټر سیف چې د خالي-شنبې په ورځ د نورو لوړ پوړو حکومتي، امنیتي اؤ انتظامیي چارواکو سره کورمې ته رسیدلی، وایي دوي هڅې کوي چې سیمه کې پیدا شوی تاو تریخوالی په خوش اسلوبۍ سره له مینځه یوسي.

پخپل یو بیان کې بېرسټر سیف ویلي چې د حکومت وړومبۍ ترجیح داده چې د فریقینو تر منځ اوربند وکړي اؤ په سیمه کې دایمي امن ټینګ کړي.

هغه وایي د پښتونخوا صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور په لارښوونه حکومتي پلاوي د خالي په ورځ د شیعه ټولنې د مشرانو سره لیدلي اؤ د ستونزو د حل په اړه یې ورسره ګټورې خبرې اترې کړې دي.

هغه ویلي تر دې وروسته به اوس حکومتي پلاوی د سنيانو یا اهل سنت د مشرانو سره ویني اؤ هڅه به یې وي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

مخې ته راغلي معلومات ښیي چې کورمه کې د زیارت د ورځې نه د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ پېل شوؤ نښتو کې تر اوسه له ۷۰ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

فرانس پرس خبري اژانس وایي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پښتونخوا په غرنيو سیمو کې په وروستیو څو میاشتو کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په پرله پسې نښتو کې شاوخوا 150 کسان وژل شوي دي.

د سیمې یو لوړ پوړي چارواکي فرانس پرس ته ویلي "قابو 300 کورنۍ له نن سهار راهیسې د ځان د خوندیتوب لپاره هنګو او پیښور ته روانې شوې دي."

هغه زیاته کړه چې په کرمه کې یو شمېر نورې کورنۍ هم د خپلو کورونو د پریښودو لپاره تیاری نیسي.

د چارواکو په وینا د تازه نښتو دا لړۍ دوه ورځې وروسته له هغې پیل شوې چې په کرمه کې د شیعه مسلمانانو پر دوه جلا کاروانونو باندې د وسله‌والو په برید کې 43 کسان ووژل شول او 11 ټپیان شول.

د چارواکو په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. په دې سیمه کې په وروستیو څو کلونو کې د فرقه‌یي نښتو له امله سلګونه کسان وژل شوي دي.

په کرمه کې یو ځايي چارواکي‌ فرانس پرس ته وویل چې په دغو نښتو کې 317دوکانونه او څه د باندې 200 کورونه هم ویجاړ شوي دي.

تېره میاشت هم په کرمه کې د فرقه‌يي نښتو له کبله د درېوؤ ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي وؤ.

همداشان په جون او سپتمبر میاشتو کې هم په دې سیمه کې په ورته نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي وؤ.

د پاکستان د بشري‌ حقونو د کمیسیون د معلوماتو په اساس د روان کال د جولای له نیمايي څخه تر اکتوبر میاشتې پورې 79 کسان په فرقه‌يي نښتو کې وژل شوي دي.

دغه کمېسیون له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې په سیمه کې د فرقه‌يي نښتو د زیاتوالي مخنیوي ته "بیړنۍ پام" وکړي او خبرداری یې ورکړ چې دا مهال وضعیت "د بشري ناورین" تر کچې رسېدلی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG