لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پخوانی مرکزي وزیر علي امین ګنډاپور ونیول شو


د پاکستان په تېر حکومت کې مرکزي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مهم مشر علي امین ګنډاپور د ډيره اسماعیل خان سیمې څخه نیولی دی.

د ګرفتارۍ په مهال علي امین ګنډاپور رسنیو ته ویلي هغه ته نه ده معلومه چې پولیسو په کوم جرم نیولی خو وایي پولیسو ورته ویلي چې پرضد یې مقدمې درج دي او نیول یې ضروري دي.

د ښاغلي ګنډاپور‌ په نیونه پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپل غبرګون کې ویلي چې پاکستان کې په بشپړ ډول د ځنګل قانون پر ځای شوی دی او پي ډي‌ ایم او د هغې مشران د تحریک انصاف د فعالینو او مشرانو د نیولو د یوې نکتې په ایجنډه روان دي.

علي امین ګنډاپور په داسې حال کې نیول شوی چې هغه په ډیره اسماعیل خان کې د پېښور هایکورټ ودانۍ ته ورغلی ؤ او هلته د هغه په نیولو پسې ګڼ شمیر پولیس د سهار نه ورټول شوي وؤ خو ښاغلی ګنډاپور یې ماښام د هایکورټ د ودانۍ د مخې نه ونیولو .

د نیول کیدو په مهال علي امین ګنډا پور خبریالانو ته ویلي اوړمه ورځ هغه ته ویل شوي وؤ چې پر ضد یې مقدمه درج ده او وایي کله چې یې په دغه مقدمه کې د عدالت نه ضمانت ترلاسه کړو نو نن پرې نورې مقدمې درج کړل شوې او پولیسو ونیولو.

هغه وویل هایي کورټ ته د خپلو مقدمو په لړ کې ورغلی ؤ او پولیسو غوښتل چې د هغه په نیولو پسې د وکیلانو خونو او هایکورټ ته ورننوځي نو ځکه یې پخپله ګرفتاري ورکړه خو د هغه وینا وه چې هیڅ نه دی خبر په کوم جرم نیول کیږي.

د هغه په نیولو خپل غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي چې د ضمانتونو باوجود د علي امین ګنډا پور د نیولو فیصله ډیره د مخکې نه شوې وه .

د عمران خان په وینا "د دې هرڅه باوجود به دوی ته په انتخاباتو کې ملاماتوونکی شکست ورکوؤ".

تحریک انصاف ګوند په ټویټر خپل یو بیان کې تور لګولی دی چې انتخاباتو کې د بایلات له وېرې د جمعیت علماء اسلام(ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په حکم علي امین ګنډاپور پولیسو په داسې حال کې نیولی دی چې هغه په ټولو مقدمو کې ضمانتونه کړي دي.

تېره میاشت په علي امین ګنډاپور د پنجاب د بهکر سیمې پولیسو تور لګولی ؤ چې ډیره اسماعیل خان ته د تګ په مهال یې په د اجل امنیتي پوسته په پولیسو ډزې کړې دي.

د پولیسو مشر یا ډي پي‌ او محمد نوید رسنیو ته ویلي وؤ‌ چې پولیسو د داجل په امنیتي پوسته د علي امین ګنډاپور ګاډي ته د ودریدو اشاره کړې وه خو وایي هغه د پولیسو سره نښته کړې وه او په پولیسو له ډزو وروسته تښتېدلی ؤ.

په دغه پېښه کې د علي امین ګنډاپور څلور ساتونکي هم پولیسو نیولي وؤ.

روانه اوونۍ د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان ویلي وؤ په تېرو څو هفتو کې یې حکومت په زرګونو پلویان او د سوشل ميډیا فعالان نيولي دي.

عمران خان ویلي وؤ‌ په موجوده وخت کې د پي ټي ايي3100 پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او په اسلام اباد کې په جېلونو کې دي.

د عمران خان لخوا دخپلو ورکرانو دنیول کیدو دتور جواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میریم اورنګزېب ویلي وؤ عمران خان پاکستان د اقتصادي، سیاسي او اييني بحران سره مخامخ کړی دی.

مریم اورنګزیب په خپل بیان کې د عمران خان د دې خبرې په جواب کې څه نه وؤ ویلي چې حکومت د پي ټي ايي د پلویانو خلاف اقدامات کوي خو هغې عمران خان مخاطب کړو او ويې وېل تر څو چې يې ملک د هغه په شان د فسادیانو نه وي محفوظ کړی، ارام به و نه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG