لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه ملتپال ګوندونه اؤ ولسي تحریکونه وایي د پښتنو په خاوره به د پوځي عملیاتو اجازه ور نه کړي


پښتنو قام پرستو ګوندونو اؤ ولسي تحریکونو سپینه کړې ده چې که د ریاست اؤ پوځ لخوا په پښتنو ”د تپل شوې ترهګرۍ” پرضد د پښتنو په خاوره یو ځل بیا عملیات کیږي نو دوي به یې پرضد مزاحمت کوي.

دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان ویلي دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې دترهګرو پرضد دعملیاتو له پرېکړې وړاندې باید هغه خلک دقانون منګولو ته راوستل شي چاچې ترهګر بېرته راوستي دي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اؤ دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم اعلان کړی دی چې دوي به دپښتنو په خاوره هیچاته دتپل شوې ترهګرۍ پرضد تش په نوم عملیاتو کې دپښتنو دبې کوره کولو اؤ ځپلو اجازه نه ورکوي اؤ پر ضد یې مزاحمت کوي.

منظور پښتین ویلي ترهګري دڅلویښتو کالو راهسې د ریاست اؤ جنرالانو پالیسیو پاللې ده اؤ دوي به دموجوده ترهګرۍ اؤ ددې پرضد دعملیاتو دفیصلې خلاف خپل مزاحمت لا پسې چټک کوي.

ایمل ولي خان دملي امنیت دکمیټې له لوري دپښتونخوا قبایلي سیمو کې دترهګرو په ضد دعملیاتو په پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي چاته به اجازه ورنه کړي چې پښتانه دجنګي اقتصاد دخشاک په توګه وکاروي.

په ټویټر خپل بیان کې ښاغلي ایمل ولي خان ویلي ترڅو چې دترهګرو بېرته راوستونکو ته سزا ورنه کړل شي هغوي به دپښتنو په خاوره دهیڅ رقم عملیاتو اجازه نه ورکوي.

هغه دترهګرو دبېرته راوستلو ذمه وار پخوانی وزیراعظم عمران خان،صدر عارف علوي،دپښتونخوا پخوانی وزیراعلا محمود خان،پخوانی پوځي جنرال فیض حمید اؤ دپښتونخوا حکومت پخوانی ویاند بیرسټر سیف ګرځولي اؤ ویلي یې دي دا کسان باید کرفتار کړل شي اؤ پوښتنه ترې وشي چې ترهګر چرته اباد شوي‌ دي؟

نوموړي ویلي په کال 2013ء کې دټي ټي پي په ملاتړ اؤ کال2018م کې د" فیضیابۍ " په نتیجه کې ټي پي پي یا پاکستاني طالبان دپښتونخوا په خاوره مسلط کړل شول اؤ نن یو وارې بیا د ټي ټي پي سره تړون وشو هغوئ بیرته راوستی شول ترڅو دوي ته سیاسي ملاتړ ورکړي.

خو ایمل ولي خان ویلي دا ځل به چاته اجازه ورنه کړي چې پښتانه ددې جنګ دخشاک په توګه وکاروي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر لیکلي ترهګري دافرادو خپل پیداوار نه دی بلکې دا د 40کالو نه روانه ریاستي اؤ جرنیلي پالیسي ده.

هغه تور لګولی چې دترهګرۍ دپالنې لپاره پوځي افسرانو اؤ دهغوئ سیاسي اؤ ټولنیزو سهولت کارانو کار کړی دی اؤ اوس یې هم کوي چې موجوده ترهګري اؤ بیا دعملیاتو فیصلې ددې پالیسۍ تسلسل دی.

منظور پښتین ویلي چې د دوي تحریک به دترهګرۍ اؤ دپښتنو په خاوره دعملیاتو پرضد خپل مزاحمت لاپسې چټک کوي.

دپاکستان قامي اسمبلۍ کې دخپلې وینا په مهال دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ویلي نن چې یو وارې بیا دپښتنو په خاوره دضرب عضب عملیاتو په څېر دنوؤ عملیاتو خبرې کیږي نو څوک دې وښایي چې ضرب عضب عملیاتو کې کومه توره وهل شوې وه؟

هغه تور لګولی چې په ضرب عضب عملیاتو کې یوازې دپښتنو دکورونو سامانونه غلا کړل شوي اؤ ترهګرو ته هیڅ نه دي ویل شوي او وایي هم ددې بې باورۍ له امله نن عام ولس خو څه چې پخپله دپاکستان پولیس هم پخپل ریاست باور نه کوي.

محسن داوړ وایي اوس ځوک پښتانه دعملیاتو په اعلانونو نه شي تیرویستلی.

هغه وویل دڅلویښتو کلونو نه دلته جګړه دکاروبار په توګه شوې ده اؤ که ترهګري له مینځه وړل وي نو دې لپاره ضروري ده چې ذهنونه پاک کړل شي بیا ترهګري ختمول دڅو ورځو کار دی.

په پاکستان کې وخت په وخت بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ ټولنیزو تنظیمونو دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي ادارې د ترهګرو په ملاتړ تورنې کړې دي خو پوځ مدام دا رقم تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ دا یې دپوځ بندنامولو یوه ناکامه هڅه بللې ده.

تېره اوونۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په هیواد کې به دترهګرو پرضد اړخیز عملیات پیل کولی شي .

دعملیاتو دپیل کولو دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې دترهګرو لخوا په ترسره شوؤ بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله واړولی شوه.

څېړونکي اؤ سیاسي ګوندونه تور لګوي چې ترهګر دپاکستان په تېر حکومت کې پوځ دیو تړون په اساس بېرته دلته راوستي اؤ دهغوئ په سوونو خطرناک جنګیالي یې له زندانونو خوشې کړي دي.

دملي امنیت دکمیټې دغونډې په اعلامیه کې هم دترهګرو د زندانونو څخه دخوشې کیدو پخلی شوی دی.

دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان هم څو،څو واره پخپله منلې ده چې دده حکومت افغانستان نه د وسله والو بیرته پاکستان ته د راوستلو اؤ دلته دهغوئ دابادولو لپاره هڅې کولې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG