لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:پوځ وایي عملیاتو کې اته ترهګر اؤ دوه پوځیان وژل شوي


دپاکستان پوځ وایي د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې یې ترهګرو سره یو درنه نښته کړې ده چې پکې اته ترهګر اؤ دوه پوځيان وژل شوي دي.

دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د خالي- شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي دغه نښته د جنوبي وزیرستان په زرمیلن سیمه کې هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې دخفیه اطلاعاتو په اساس عملیات کول.

د پاکستان دپوځ سرلښکر وړمه ورځ دپارلیمان دننه خپله وینا کې ویلي وؤ چې پوځ به دترهګرۍ ختمولو لپاره دافغانستان دپولې ترڅنګ سرحدي سیمو کې د ترهګرو پرضد دخپلو استخباراتي عملیاتو لړۍ لا پسې چټک کوي.

پوځ دعوه کړې ده چې دې تازه عملیاتو کې یې اته وسله وال وژلي اؤ هم دوه پوځیان دترهګرو په ډزو کې وژل شوي دي.

پوځ ویلي وژرل شوي ترهګر په علاقه کې په هدفي وژنو، په امنیتي ځواکونو بریدونو او تاوان دپاره تښتونو په پېښو کې ککړ وو. له ازادو سرچینو څخه د دغه دعوې تصدیق نه دی شوی.

پوځ د وژل شوؤ ترهګرو دهویت په اړه څه نه دي ویلي چې تعلق یې دکومې ډلې یا تنظیم سره ؤ خو دخپلو وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو یې دپښتونخوا پاړه چنار سیمې دلانس نایک شعیب علي اؤ د لکي مروت د رفیع الله په نومونو روښانه کړې ده.

ایي ایس پی ار ویلي سیمه کې دترهګرو دلټون لپاره عملیات روان دي اؤ هوډ یې څرګند کړی چې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ نوغي ویستلو ته هوډمن دي.

د حنوبي وزیرستان د مرکز واڼه د روغتون چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل د سیمې نه شپږ نامالوم مړي روغتون ته راوړول شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي دي.

یوه امنتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډيوه ته وویل فوځ ته کره استخبارتي مالومات وو چې دغلته وسله وال خوندي ځالې لري او پرضد یې د پاکستان د پوځ ځانکړي ځواک( ایس ایس جي کمانډوز) عملیات کړي دي.

هغه وویل د عملیاتو پرمهال دوی ته هوایي( ډرون الوتکو) ساتنه ترلاسه وه.

په شپږم اپریل هم پوځ جنوبي وزیرستان کې عملیاتو کې دیو پوځي او 8 ترهګر د وژلو اود دوو افسرانو په ګډون د 4پوځیانو د ژوبل کېدو ویلي وؤ.

په جنوبي وزیرستان کې دا عملیات وروسته له هغې شوي چې اوړمه ورځ دپوځ اؤ استخباراتي شبکو مشرانو په پارلیمان کې حکومتي مشرانو ته هیواد کې د امنیت په وضعیت احوال تېر کړو اؤ وي ویل چې پوځ دترهګرۍ دنوغي ویستلو لپاره افغانستان سره خپلو سرحدي سیمو کې دترهګرو پرضد استخباراتي عملیات لاپسې چټک کوي.

مطبوعاتو ویلي چې په دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي په تېر وخت کې ترهګرو سره دمذاکراتو کولو نتیجه دا مخې ته راغلې چې اوس ترهګر نور منظم شوي دي خو هغه ویلي وؤ ترهګرو سره پرته له دې بله لاره نشته چې د ریاست واکمنۍ ته غاړه کښیږدي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې وه چې له دغو بریدونو وروسته دپاکستان دملي سلامتیا دکمیټې غونډه تېره اوونۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ راجوړه شوه اؤ په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې په ګرد هیواد کې به دترهګرو‌ پرضد اړخیز عملیات پیل کولی شي.

خو پښتانه قام پرست سیاسي ګوندونه، ولسي تحریکونه اؤ دمدني ټولني فعالان وایي چې که دپښتنو په خاوره بیا دعملیاتو په نوم دپښتنو دبې کوره کولو هڅه وشوه نو دوي به یې پرضد مزاحمت کوي.

دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان ویلي چې دعملیاتو نه مخکې باید هغه کسان دقانون منګولو ته راکش کړل شي چاچې ترهګر بیا دلته راوستي اؤ اباد کړي دي اؤ هم یې هغوي دجیلونو نه خوشې کړې دي.

ایمل ولي خان دې لړ کې دپوځ دپخواني جرنیل فیض حمید،د پخواني وزیر اعظم عمران خان ، دهیواد دصدر عارف علوي ، دپښتونخوا دپخواني وزیراعلا محمود خان اؤ دهغه د ویاند بیرسټر سیف پرضد دمقدمو درج کولو غوښتنه هم کړې ده.

خو پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې پخپلو زیاتره مرکو کې دا تورونه رد کړي دي چې ګنې ترهګر دهغه په حکومت کې بیا منظم شوي وؤ.

عمران خان پوښتنه راولاړه کړې ده چې هرکله ترهګر سر دوباره منظم کیدل نو دهیواد پوځي اؤ استخباراتي شبکو څه کول اؤ ویلي یې دهغوئ مخه نه نیوله؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG