څېړنې وایي چې د روان کال په وړومبیو دریوو میاشتو کې د پاکستان دننه د ترهګرو په بریدونو د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره شوو عملیاتو کې لږ تر لږه 854 کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د دریوو میاشتو په بریدونو او عملیاتو کې مخې ته راغلې دمرګ ژوبلې دا شمیرې د پروسږني کال دټولې مرګ ژوبلې په نیمه دي.
څېړونکي وایي د افغانستان کې د پاکستان پلوه طالبانو اقتدار ته له رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته عصري او خطرناکې وسلې په لاس ورغلي دي اؤ دځان منظم کولو ترڅنګ یې خپله جنګي تګلاره هم بدله کړې ده.
په ډان ورځپاڼه کې خپور شوي د "سینټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي اسټډيز" د رپورټ له مخې د روان کال په وړمبیو دریوو میاشتو کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې تر ټولو زیات کسان په خېبرپښتونخوا صوبه کې وژل شوي چې شمیره یې 245 ده.
ورپسې زیاتې وژنې د سیند، پنجاب او بلوچستان نه رپورټ شوې دي.
د رپورټ له مخې سږکال د جنورۍ نه مارچ پورې موده کې 219 ترهګریز بریدونه او دترهګرۍ دمخنیوي عملیات شوي چې په کې 358 کسان وژل شوي او 496 نور ژوبل شوي دي.
رپورټ څرګندوي چې د کال2023م پیل د امنیتي ځواکونو لپاره د ټولې لسیزې د خونړۍ یا خطرناکې میاشتې په توګه شوی او پروسږکال دسمبر هم دلسیزې خونړۍ میاشته ثابت شوې وه.
سږکال د جنورۍ په میاشت کې په ترسره شوو بریدونو کې 111 عسکر وژل شوي چې دا دیوې میاشتې دننه د وژل شوو عسکرو تر ټولو لوړه شمیره ده .
تر دې وړاندې په کال 2014م کې د جولای په میاشت کې 118 امنیتي عسکر وژل شوي وو.
د رپورټ شمیرې ښایي چې د روان کال په وړومبیو دریوو میاشتو کې دتشدد په پېښو کې 63 عام وګړي وژل شوي چې پروسږکال یې شمیره 136 ریکارډ کړی شوې وه.
رپورټ کې ویل شوي تر ټولو د اندېښنې خبره داده چې دامنیتي او سرکاري مامورینو دمړینې کچه یو په دوه شوې ده.
پروسږکال 88 امنیتي او سرکاري مامورین وژل شوي وو او سږکال دا شمیره په دریوو میاشتو کې 167 ښودل شوې ده.
په دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال دریوو میاشتو کې تحریک طالبان پاکستان لږ تر لږه 22 بریدونه کړي چې په کې 107 کسان مړه شوي دي.
دا رپورټ په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې دپاکستان پوځ او حکومت تېره اوونۍ هیواد کې دترهګرو پرضد د اړخیزو عملیاتو پیل کولو پرېکړه کړې ده او منلې یې ده چې په تېرو وختونو کې ترهګرو سره نرمې رویې اړ مذاکراتو دوي (ترهګر) نور منظم کړي دي.
څېړونکی اؤ خبریال طاهر خان وایي په دې کې هیڅ شک نه شته چې دکله نه افغانستان کې دطالبانو حکومت راغلی دی نو پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې طاهر خان وویل دپاکستاني طالبانو ډله ټي ټي پي اوس د وړاندې په پرتله زیاته پیاوړې شوې اؤ منظم شوې ده اؤ کومې وړې ، وړې ډلې چې ترې مرورې وې هغه یې هم دځان سره ملګرې کړې دي.
دهغه په وینا پاکستاني ځواکونو ته دمرګ ژوبلې اوښتو کچه ځکه لوړه شوې ده چې یو خو ټي ټي پي ته نوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي چې هغه پاکستاني ځواکونو سره نشته اؤ بله طالبانو خپله جنګي ستراتیژي هم بدله کړې ده.
هغه وویل اوس دټي ټي پي وسله وال اکثره دشپې تیاره کې دخېبر پښتونخوا په لرې پرتو سیمو کې دپولیس تاڼې په نخښه کوي چې دا دهغوئ لپاره یو اسان هدف وي.
طاهر خان وایي کله چې وسله وال یوه تاڼه په نخښه کړي اؤ بیا کله نور امنیتي ځواکونه دبرید لاندې د راغلو پولیسو یا ځواکونوکومک ته ورځي نو په لاره کې ورته د ټي ټي پي وسله وال ناست وي اؤ هغوئ ( ورتلونکي ځواکونه) هم دخپلو جدیدو اؤ تیاره کې دانسان لیدونکي وسلې په مدد په نخښه کوي.
د ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي دا خبرې خلکو دحکومت او پوځ له خولې ډیرې واوریدلې چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي خو هغه وایي چې دترهګرۍ دنوغي ویستل کیدو برعکس هیواد کې هرکال ترهګر نور مضبوطیږي او منظم کیږي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل کله چې په افغانستان کې داشرف غني او تر هغې وړاندې دحامد کرزي حکومتونه وو نو پاکستان پرې نیوکې کولې چې دوي هند پلوه دي او دهند ملګرتیا کوي .
ناصر داوړ وایي د اشرف غني او حامد کرزي په حکومتونو کې پاکستاني طالبانو ته دومره عصري او خطرناکې وسلې په لاس کې نه وې ورغلې لکه نن چې دپاکستان پلوه افغان طالبانو په حکومت کې د ټي ټي پي لاس ته ورغلې دي.
ښاغلي داوړ وویل د پېښور په ارمي پبلک سکول دترهګریز برید نه وروسته چې دترهګرۍ مخنیوي لپاره کوم متفقه کوم نیشنل ایکشن پلان جوړ شوی و له بده مرغه په هغې عمل ونه شو او دترهګرۍ دخاتمې په لړ کې قام ته یوازې دروغ وویلی شول چې دترهګرو ملا ماته کړل شوې ده.
هغه وویل کله چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان دښو او بدو طالبانو اصطلاح منځ ته راوړه نو خلکو ددې جګړې په حقیقت پوښتنې راولاړې کړې چې په ترهګرو کې ښه او بد له کومې راغلل؟
د ناصر داوړ په خبره ، ټولو امن خوښو قوتونو چغې وهلې چې پوځي عملیاتو کې یوازې ولس ته زیانونه رسول کیږي، دهغوئ کورونه او روزګارونه له مینځه وړل کیږي او ترهګرو ته هیڅ نه ویل کیږي خو وایي هغه وخت پوځ او حکومت نه منله او دعوې یې کولې چې پوځ درنې قربانۍ ورکړي او ترهګر یې له مینځه وړي دي.
خبریال داوړ وایي خو نن پخپله پوځ هم دا خبره ومنله او حکومت یې هم مني چې په تېرو وختونو کې دترهګرو دملا ماتولو دعوې دروغ وې او د پردې ترشا هغوئ سره مذاکرات کیدل، دغرونو نه دابادۍ منځ ته راوستل کیدل او خطرناک قیدیان یې له زندانونو راخوشې کیدل چې دهغې خونړۍ نتیجې نن دټولو قام په وړاندې دي.
ناصر داوړ زیاته کړه ، اوس هم چې پوځ دعملیاتو خبره کوي نو قام پرې ورسره متفق نه دی ځکه چې دا عملیات خلکو لیدلي دي چې یوازې ولس ته پکې زیان رسیږي او ترهګرو ته پکې هیڅ نه ویل کیږي ځکه نو په خصوصي توګه په قبایلي ضلعو کې دپوځي عملیاتو پر وړاندې سخت مزاحمت او بې باوري لیدل کیږي.
نوموړي وویل تر څو چې دترهګرۍ دله منیځه وړلو لپاره نیشنل ایکشن پلان په بشپړ ډول نه وي عملي کړل شوی نو ترهګري ترهغې نه ختمیږي بلکې نوره به هم وده کوي.