لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چیف جسټس څرګندونو ته د پي ډي اېم سخت غبرګون: وایي څوک پرې د څټک په زور مذاکرات نه شي کولی


په پاکستان کې د واکمن اېتلاف مشر مولانا فضل الرحمان د سپریم کوټ مشر قاضي او د هغه نورو ملګري قاضیان په یو مطبوعاتي کانفرنس کې یاد کړي او وايي دوی په یوه معززه کرسۍ (څوکۍ) ناست دي او له هغه ځایه د دوی (واکمن اېتلاف) سپکاوی کوي.

مولانا فضل الرحمان په سخته لهجه کې ووېل پخوا به په دوی د ټوپک د لارې فشار اچول کېدلو ا او اوس څټک کارول کېږي. هغه ووېل څټک به کارولو ته نه پرېږدي.

په پاکستان او زیاتره هېوادونو کې څټک په عدالتونو کې د قاضي په مېز پروت وي او د عدالت یا قاضي د اختیار یو سمبل ګڼل کېږي.

سوټک عدالتونو کې د ججانو د اقتدار نښه ده
سوټک عدالتونو کې د ججانو د اقتدار نښه ده

مولانا فضل الرحمان د مشر قاضي څرګندونو ته پخپل سخت غبرګون کې دا هم ویلي چې سپریم کورټ باید خپل پوزیشن واضحه کړي چې ایا دا عدالت دی که پنچایت یا جرګه ده؟

مولانا فضل الرحمان ویلي دوی به هیڅکله هم عدالتي جبر منلو ته غاړه کښینږدي.

ګرد هیواد کې په یوه ورځ د ټولټاکنو په اړه دقضیې اوریدنې په مهال پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ویلي چې سیاستدانان دې د اختر نه وروسته نه بلکې هم نن خپلو کې خبرې وکړي او عدالت دې خبر کړي.

د مشر قاضي دغو څرګندونو ته خپل غبرګون کې د پاکستان د خارجه چارو وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ویلي چې په زور څوک په سیاستدانانو خبرې نه شي کولی ځکه چې مذکرات کول د سیاستدانانو خپل کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ملک کې په یوه ورځ دانتخاباتو په اړوند دقضیې اوریدنې په مهال د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته وربللي وؤ اؤ هغوي ته یې ویلي وؤ هم نن باید خپلو کې د انتخاباتو په یوه ورځ د کولو په اړوند خبرې وکړي.

سپریم کورټ پنجاب صوبه کې انتخاباتو کولو لپاره د مئ14مه نیټه ټاکلې ده خو د پاکستان تحریک انصاف نه پرته نور سیاسي ګوندونه او حکومت غوښتنه کوي چې په ګرد هیواد کې باید په یو وخت ټولټاکنې وشي .

د زیارت په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي که ملک کې د ون یونټ دپالیسۍ پځائ کولو سازش روان دی اؤ "مونږ پرون هم د ون یونټ خلاف وؤ او نن یې هم خلاف یو".

د هغه وینا وه که چرې یوه صوبه کې مخکې انتخابات وشي نو دهغې اغېزې به په پاتې دریوؤ صوبو هم کیږي.

هغه وویل د ولس په وړاندې دسپریم کورټ ټرایل یا مقدمه روانه اؤ عدالت کې چې څه کیږي هغه دافسوس وړ دي.

"زمونږ په تاریخ کې عدلیه کې دننه دومره تقسیم نه ؤ، هیله ده چې چیف جسټئ به خپله اداره کې یووالی راولي اؤ خپل منصب به پریږدي".

هغه وویل که د ستونزو هواری را ونه ویستل شي نو وفاق اؤ جمهوریت ته ګواښونه پېښ دي خو ددې ترڅنګ یې دا هم واضحه کړه دوئ دجمهوریت دژغورلو هڅه کوي اؤ ددې مقصد لپاره یې دمذاکراتو لپاره لاس پښې وهل پیل کړي دي.

د بلاول بوټو وینا وه چې سپریم کورټ یو قانوني فورم دی خو پارلیمان سیاسي فورم دی اؤ "مونږ غواړو چې دهرې دارې عزت دې وکړی شي"

هغه وویل د پارلیمان په عزت به هیڅ سازباز ته غاړه کښینږدي.

د پاکستان په مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان هم دمشر قاضي په څرګندونو کلکې نیوکې کړي اؤ پخپل غبرګون کې یې ویلي سپریم کورټ چې څه ته لاس اچولی دا ددې ادارې صلاحیت نه دی.

هغه وویل عدالت وایي تاسو عمران خان سره خبرې وکړط اؤ په یوه ورځ په الیکشن اتفاق وکړئ ،مونږ دریځ ورکړی دی چې چې سپریم کورټ باید خپل پوزیشن روښانه کړي چې دا عدالت دی که پنجایت(جرګه) دی؟

هغه وویل عمران خان دا مهال دڅلور،پینځوؤ مقدمو سره مخ دی اؤ په دې مقدمو کې نااهله کیدای شي.

خو د مولانا فضل الرحمان په خبره عدالت چې دعمران خان لپاره لچک پیدا کولی شي نو د دوي لپاره یې ولي نه شي ؟

"سپریم کورټ دې خپله رویه کې لچک پیدا کړی،مونږ به انصاف منو ،ستاسو څټکو به ونه منو،مونږ داعدالت دا جبر نه تسلیموؤ،که په جبر دفیصلو تپلو هڅه وکړی شوه نو مونږ به د ولس عدالت ته لاړ شو"

هغه تور ولګولو چې سپریم کورټ په څرګنده توګه دیو فریق کردار لوبوي اؤ وي ویل که فریق جوړیږي نو بیا باید سیاست ته را اوځي.

دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر ښاغلي فواد چوهدري دسپریم کورټ له لوري دسیاستدانانو ترمنځ دمذاکراتو په ټینګار خپل غبرګون کې ویلي د دوي ګوند الیکشن ته تیار دی ، دپي ډي ایم سره یې تر اوسه رابطه نه ده شوې اؤ غواړي هم نه چې پي ډي ایم سره تماس ونیسي.

دسپریم کورټ مخې ته رسنیو سره خبرو کې فواد چوهدري ویلي دوي غواړي چې اوس باید معاملې دعدالت مخې وي ځکه چې هیڅ یو کار دسپریم کورټ نه بغیر نه کیږي.

په 18م اپریل د ملک د دفاع وزارت عدالت ته خواست کړی وو چې عدالت ته دې د سیند او بلوچستان صوبو د مودې په پوره کېدو د ټولو قامي او صوبايي اسمبليانو په يو ځای د انتخاباتو لارښوونه وکړي.

د چهارشنبې په ورځ سپریم کورټ کې په یو وخت د انتخاباتو په اړوند د شوې اوریدنې حکمنامه کې واضحه کړل شوې ده چې دسیاسي خبرو عمل به پنجاب کې د انتخاباتو په اړوند په څلورم اپریل دسپریم کورټ لخوا داورول شوې فیصلې نه د مخ ستنولو نه لامل کیږي.

د سپریم کورټ حکمنامه کې ویل شوي چې دصوبایي اسمبلۍ ترماتېدو وروسته په 90 ورځو کې انتخابات کول ضروري دي.

سپریم کورټ په 14مئ پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو حکومت او الیکشن کمیشن دریځ لري چې په بیلابیلو وختونو کې دهیواد دننه انتخابات کول ممکن نه دي او باید په ګرد هیواد کې په یو وخت انتخابات وکړل شي چې سپریم کورت دالیکشن کمیشن او د دفاع د وزارت دغه خواستونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG