واشګنټن- دا د کال 1986 د اپريل د مياشتې خبره ده. زه د نورو ملګرو سره د کراچۍ پوهنتون په لابي کې ناست وم ځکه ما په دغه وخت کې د ماس کميونيکيشن زدکړې د کراچۍ پوهنتون نه کولې.
مونږ ملګري په خپلو کې په څه خبرو مشغول وو چې په دې کې د ډيموکرټيک سټوډنټس فيډ ريشن (ډي ايس ايف) يو ذمه وار ملګری مې خوا له راغلو او وايي سبط حسن مړ شو او جنازه يې کول غواړو خو جماعتيان (اسلامي جميعت طلبه) د پوهنتون پوانېټ (بس) نه راکوي. زه دغه وخت د پښتون سټوډنټس فيډريشن د کراچۍ پوهنتون يونټ صدر وم.
ما وې ولې؟ هغه وې ځکه چې سيد سبط حسن دوی مردود ګڼي. ما وې جنازې ته خو به ځو. ملګرو پواينټ بس راوويستو او لاړو. د ګلشن اقبال نه مو د هغه مړی راوچت کړو او په جلوس کې مو سخي حسن قبرستان ته د هغه جنازه يوړه. راته وويل شول چې په جنازه کې يې هم د ګړ بړ کېدو انديښنه شته ځکه چې سبط حسن لاوارثه دی.
مونږ نه يواځې په ټوله لار په اردو ژبه شعارونه پورته کړل چې “وارثان يو وارثان يو مونږ د سبط حسن وارثان يو” او د قبر پورې مو نعرې وهلې بلکې چې مړی يې د قبر په غاړه کېښودل شو خلک حق بق ولاړ وو چې مړی به يې څوک قبر ته کوزوي؟
ما قبر ته ودانګل او د سبط حسن سر مې په غېږ کې ونيولو يو بل ملګري راټوپ کړل او د مړي پښې يې ونيولې او دغسې مو دا عظيم ليکوال او د مذهبي جهالت دښمن خاورو ته وسپارلو.
سبط حسن د هند په ديلي ښار کې ساه ورکړه او بيا يې مړی کراچۍ ته راوړل شوی و.
دا ماته نه وه معلومه چې سبط حسن د هند په ډيلي ښار کې په حق رسېدلی او د مړي سره يې د هند د کميونسټ ګوند د پولېټ بيورو د غړي سجاد ظهير لور نور ظهير هم کراچۍ ته راغلې وه.
د دې نه اوس اوس خبر شوی وم نو هڅه مې وکړه چې د سبط حسن د تلين په ترڅ کې څه وليکم او کوښښ وکړم چې د نور ظهير سره رابطه وکړم.
په کراچۍ کې د پخواني خبريال او ازاد تحقيق کونکي اسلم خواجه په زريعه مې نور ظهير ته چې اوس په لندن کې مېشت ده لاس رسی وشو او هغې راته د سبط حسن سره د خپلو يادونو يوه برخه بيان کړه.
نور ظهير خپله کيسه بيانوي
“سبط صيب لکه چې زما په غېږ کې ساه ورکړه. زه يې په هسپتال کې د بېډ په څنګ کې ناسته وم او بيا کميونسټ ګوند پرېکړه وکړه چې زه بايد د هغه د مړي سره کراچۍ ته لاړه شم”.
د نور ظهير په وينا دغه رنګ سبط صيب هم په کال 1948 کې ګوند پاکستان ته رالېږلی و پاکستان ته تلل د هغه خپله فيصله نه وه ځکه چې په دغه وخت کې د مسلمانانو کامريډانو سخت ضرورت و. سيکولر او روښان فکره هندوان او سيکھان کامريډان د پاکستان نه وګڼه چې ټول په ټوله وتلي وو او هند ته لاړ وو نو ځکه ګوند ته د مسلمانانو کامريډانو حاجت پېښ شوی و.
اغلې نور وايي خو سبط صيب په پاکستان کې د ډېر مشکل سره مخ شو او په جيلونو يې سر شو. تر لسو کالو پورې په لاهور کې و او بيا کراچۍ ته وکوچېدو. چې هلته لږ په قلاره شو نو د ضياالحق مارشل لا ورله په ګوند بندېز ولګولو او د کميونسټ ګوند غړي ټول روپوش شول. د هند د ګوند د قيادت سره يې رابطې ممکن نه وې او دغسې يې ګوند ختم شو.
نور ظهر يادوي چې د مرګ نه دوه کاله وړاندې هم سبط حسن ډيلي ته ورغلی و او د دوی په فليټ کې درې شپې د نور او د هغې د دريو نورو کامريډانو جينکو چې دوه پکې هندوانې وې سره يو ځای تېرې کړې وې.
نور وايي سبط صيب به ويل “زما دلته څلور لوڼه دي او يوه مې په کراچۍ کې ده. سبط صيب ځکه هم ګوند پاکستان ته ولېږلږ چې د هغه ښځې او د ښځې ټولې کورنۍ پاکستان ته تلو پرېکړه کړې وه”.
ډاکټر توصيف احمد د جرنلزم پخوانی استاذ او د “ميډيا کا بحران” نوم کتاب ليکوال څه وايي؟
“د سبط صيب يوه لور ده چې لا ژوندۍ ده خو ډېره ناروغه ده. سبط صيب د علي ګړھ پوهنتون زده کونکی پاتې دی او د کميونسټ ګوند د پولېټ بيورو غړی و. هغه په هغه څلورو تنو کې يو و چې ګوند پاکستان ته راولېږل. يو پکې زما په اند د نور ظهير پلار سجاد ظهير و او دوه نور نومونه رانه هېر دي”.
ډاکټر توصيف احمد وايي چې ما به د سبط صيب لکچرې او کتابونه ډېر په شوق لوستل او د هغه د يو کتاب “ماضی کے مزار” نه مې د خپل تحقيق د پاره مدد هم اخستلی دی. د سبط صيب تحقيق په ساينسي بنيادونو و او ان تر دې چې د مريم په کيسه کې يې د هغې د خاوند يوسف تاريخ بيان کړی.
سبط حسن دعوه لري چې مريم بې خاونده بچی نه دی پيدا کړی.
د سبط حسن مشهور کتابونه ماضی کے مزار، موسیٰ سے مارکس تک، پاکستان میں تہذیب کا ارتقا، انقلاب ایران او داسې نور کتابونه او ډېر ليکونه دي.
ښاغلی احمد وايي د هغه ليل النهار اوه ورځنۍ مجله هم ډېېره مقبوله وه او وايي د سبط صيب اند تل روڼ پاتې شوی ځکه چې کله انقلاب ايران وشو نو کميونسټ ګوند د انقلاب پلوي شو خو يواځې سبط حسن و چې د دې انقلاب مخالفت يې وکړو او په انقلاب ايران يې کتاب وليکلو.
ډاکټر توصيف وايي سبط د چيمپينزيز نه راواخله تر نن د انسان پورې دا کانسېپټ ورکړی دی او په مترقي ذهن جوړولو کې يې لويه برخه ده. د هغه په جيل کې د مذهبي خلکو سره هم ډېرې ښې اړيکې جوړې شوې چې يو پکې د ختم نبوت علمبردار د احرار ګوند مشر عطا الله شاه بخاري هم دی. ډاکټر توصيف احمد وايي د سبط تحقيقي او تحليقي کار خو د بايبل حثيت لري او غټه روښان فکري يې خؤره کړي.
پاکستاني مطبوعات او سبط حسن شوی تحقیقي کار ښيي چې سید سبط حسن په کال 1986کې د اپريل په شلمه د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې په پاکستان کې د مترقي ذهن پيدا کولو او جوړولو خلکو په نوملړ کې يو لوی نوم دی. نن مونږ د هغه تلين نمانځو. سبط حسن په خپل تحقيقي کار لکه د تېر وخت سلي، د موسی نه تر مارکس پورې، په پاکستان کې د تهذيب ارتقا، انقلاب ايران، کارل مارکس او نويد فکر رنګه کتابونو سکالران او دانشوران متاثره کړي دي.
مطبوعات وايي هغه په اعظم ګړھ کې په کال 1912 کې د جولايي په 31 نېټه زېږېدلی و او خپل تعليم يې د علي ګړھ اسلامي پوهنتون نه کړی و چرته چې هغه د نامتو دانشورانو او مترقي شخصيتونو لکه علي سردار جعفري، اسرار الحق مجاز، خواجه احمد عباس، اختر ايمان او د اختر حسين رايپوري په رنګ خلکو سره ناسته پاسته وکړه. دا هغه خلک وو چې د سيد سجاد ظهير په مشرۍ کې يې د اردو د ترقۍ د پاره کار وکړو او دا تحريک ډېر مقبول شو.
اسلم خواجه چې یو پخوانی خبریال او یو ازاد تحقیق کونکي دی وايي، د سبط حسن ملګرتیا د دړکو سره وه خو په هغه وخت کې انقلابي زهنونه هم وه چې مقابله یې کوله او ددې دړکو او وېرو پروا یې نه ده کړې.
سبط حسن خپل د ليکوالۍ کار د جرنلزم نه پيل کړو او د پيام، نيو لېټريچر او نيشنل هېرالډ سره کار وکړو. کله چې يې هجرت وکړو نو وړومبی په لاهور کې مېشت شو خو بيا کراچۍ ته راغلو.
ما د کراچۍ د يو شمېر ملګرو نه پوښتنې وکړې چې زما سره د سبط حسن مړی بل چا قبر ته کوز کړی و خو د سندهي اخبار “عوامي اواز” مالک جبار خټک او د پوهنتون ملګري احمد حسين چې په جنازه کې شريک وو ته هم ياد نه دي چې دغه بل تن څوک و؟ دومره مې په ياد دي چې څوک پښتون ملګری و. اروا يې ښاده او په ګور يې نور شه.