لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو تنظیمونو اؤ خبریالانو د خبریال ګوهر وزیر تښتونه اؤ په هغه شوی تشدد غندلی دی


په پاکستان کې خبریالانو، دبشري حقونو تنظیمونو اؤ سیاستمدارانو دپښتونخوا دبنو سیمې څخه د نامعلومو وسله والو له لوري دخبریال ګوهر وزیر دتښتول کیدو اؤ په هغه دشوي تشدد سخته غندنه کړې ده اؤ دپاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید دخبریالانو اؤ دهغوي دکار دخوندیتوب لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

دپښتو ژبې وتلی شاعر، لیکوال، صحافي اؤ دبنو نیشنل پریس کلب صدر خبریال ګوهر وزیر د وړوکي اختر نه وړاندې دبنو سیمې څخه نامعلومو وسله والو شمالي وزیرستان ته تښتولی ؤ اؤ له وهلو ټکولو نه وروسته یې خوشې کړی ؤ.

خبریال ګوهر وزیر زیاتره مهال سیمه کې دترهګرۍ اؤ دترهګرۍ نه داعېزمنو خلکو په اړه رپورتونه خپروي اؤ تر دې وړاندې هم دپښتون ژغورنې غورځنګ دیو احتجاج دکوریج په مهال دبنو انتظامیې نیولی اؤ هریپور زندان ته اچولی ؤ.

ګوهر وزیر وي او ای ډيوه ته ویلي دبند په دوران کې هغه ته د وسله والو لخوا برقي شاټونه ورکړل شوي ، په چیترو وهل شوی اؤ په زوره ترې دحکومت پلوه طالبانو په حق کې ویډيو جوړه کړل شوې ده.

دپاکستان دبشري حقونو کمیشن دګوهر وزیر دتښتونې اؤ دقید دوران کې په هغه دغیر انساني تشدد په سختو ټکونه غندنه کړې اؤ په خپله یوه اعلامیه کې یې ویلي چې په ټول هیواد کې خبریالان د دې ډول ګواښونو سره مخ شوي دي.

پښتونخوا کې دصحافیانو دتحفظ په اړه سیوا شوې اندېښنې

دبشري حقونو دکمیشن په اعلامیه کې ویل شوي دغه سازمان په خېبر پښتونخوا کې په چټکۍ سره د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په ترڅ کې د دې پېښې په اړه د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.

ایچ ار سي پي پخپله اعلامیه کې غوښتنه کړې ده دولت باید پرته له ځنډه د خبریالانو او د هغوی د کار د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په پېښور کې دخبریالانو اتحادیې خېبر یونین اف جرنلسټس هم ددې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ حکومت نه په پېښه کې دککړو کسانو د نیولو اؤ ورته دسختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

دخېبر یونین اف جرنلسټس په بیان کې ویل شوي چې صوبه کې دخبریالانو په ضد سیوا شوي تاوتریخوالي اؤ دتشدد لړۍ صحافیان اندېښمن کړي اؤ دوي ځان خوندي نه احساسوي.

خېبر یونین د ګوهر وزیر د تښتولو دپېښې دسمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده اؤ په حکومت یې غږ کړی دی چې صحافیانو ته دخپلو دندو ترسره کولو لپاره باید یو پرامنه چاپیرچل ورکړي.

دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټویټر لیکلي ګوهر وزیر په ریاستي سرپرستۍ کې ساتل شوؤ ګډ طالبانو تښتولی ؤ ،هغه یې وهلی ټکولی اؤ تر 30 ساعتو په بند کې له ساتلو وروسته یې خوشې کړی دی.

محسن داوړ وایي "طالبان په ښکاره توګه په سپین سترګۍ سره زمونږ په سیمو کې موجود دي چې له دې امله زمونږ خلک دسختو خطرو سره مخ دي"

دبشري حقونو لپاره غږ پورته کوونکی دپاکستان دسینیټ پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي دخبریال ګوهر وزیر دتښتولو پېښه دغندنې وړ ده.

په ټویټر ښاغلي افراسیاب خټک لیکلي په دې جنګ زده چاپیریال کې چې چا دصحافت د ازادۍ بیرغ هسک ساتلی دهغوي باید ملاتړ وشي اؤ صوبایي حکومت دې په سمدستي ډول دهغه تښتوونکي اؤ په هغه تشدد کوونکي دقانون منګولو ته راکش کړي

ګوهر وزیر چا او ولې تښتولی ؤ؟

دیادې پېښې دجذیاتو بیانولو په ترڅ کې خبریال ګوهر وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي داپریل په 19مه هغه دبنو دیو بازار نه وسله والو شمالي وزیرستان ته تښتولی ؤ اؤ هلته یې په یوه وړه کوټه کې بند کړی ؤ.

ګوهر وزیر وایي،ده دبکاخیلو دچاودنې نه وروسته دغلته راجوړې شوې یوه غونډه کې دامن په پلوۍ اؤ د ورانکارۍ پرضد وینا کړې وه اؤ د بند په دوران کې ورته وسله والو خپل هغه زوړ تقریر اورولی ؤ اؤ ورته یې ویل چې ولې یې داسې وینا کړې ده؟

دګوهر وزیر په وینا "دشلم اپریل په ماښام یې زه له کوټې راوویستم په زمکه یې په یو څادر څملولم اؤ سترګې یې کلکې راوتړلې اؤ په چیترو یې راباندې شورو وکړه ، دومره یې ووهلم ، چې نور مې دغه درد نه شو زغملی، یوازې مې له خولې فریادونه ختل"

خبریال ګوهر وزیر زیاته کړه "بیا یې له هغې وروسته شاټونه راکړل،زما په لاس کې چې کومې زولنۍ وې هغې ته یې دبجلۍ تار ولګولو ،دغو شاټونو زما زړه اؤ ذهن ته ډیر زیات درد راورسولو اؤ بیخې ما وغوښتل چې نور باید مرګ راله راشي خو چې ددې درد دعذابه خلاص شم"

ګوهر وزیر وایي ،تر سخت بدني اؤ ذهني تشدد وروسته وسله والو له ده وغوښتل چې باید د "بیډ" یا بدو طالبانو پرضد اؤ د "ګډ" یا ښو خبرې ریکارډ کړي .

د"ګډ" طالبانو اصطلاح په پاکستان کې دحکومت پلوه طالبانو دپاره کارول کیږي اؤ بېډ طالبان هغه ګڼل کیږي چې دحکومتي مفاداتو پرضد فعالیتونه کوي.

ګوهر وزیر ډیوه ته وویل کله چې یې دبند په مهال له وسله والو وپوښتل ولې دهغه په خوله د "ښو" طالبانو صفت کول غواړي؟ نو وایي تر هغې وروسته یې بیا برقي شاټونه ورکړل اؤ وایي بیا چې کله د هغه وجود نور کرنټونه ، وهل اؤ شاټونه نه شول زغملی نو په مجبورۍ کې یې په ویډيو ریکارډنګ کې هغه څه وویل چې دغو وسله والو ترې غوښتل.

ګوهر وزیر زیاته کړه هغه نه په زور ریکارډ شوې ویډیو کې ده باندې د "ګډ" طالبانو تعریفونه شوي اؤ خپلې دامن په هکله کړې وینا ته یې پرې ناسم ویلي دي.

هغه وایي له دغې ویډیو ریکارډ کولو وروسته چې کله هغه وسله والو خوشې کړو نو دبنو په سټي پولیس تاڼه کې یې د وسله والو پرضد رپورټ درج کړو خو وایي تر اوسه پولیسو دغه وسله وال نه دي نیولي.

وي او ای ډیوه دبنو پولیسو د نظر معلومولو لپاره د بنو دضلعي پولیسو دمشر یا ډي پي او سره دموبایل فون دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

پاکستان کې د صحافیانو بد وضعیت

په پاکستان کې په دې وروستیو کې دخبریالانو د وژلو،تښتولو اؤ ځورولو پېښې سیوا شوي اؤ سږکال دجنورۍ په میاشت کې دپاکستان سینیټ ته په وړاندې کړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې دتېرو څلور کلونو په مهال دپاکستان بیلابیلو برخو کې 42 خبریالان وژل شوي دي.

داطلاعاتو د وزارت لخوا سینیټ کې دجمع کړل شوؤ شمیرو له مخې دې وژل شوؤ خبریالانو کې 15 په پنجاب،13 په خیبر پښتونخوا،11 په سیند اؤ درې په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.

په هغه مهال دجماعت اسلامي سره تړاؤ لرونکي خبریال مشتاق احمد دسینیټ غونډې ته ویلي وؤ په پاکستان کې صحافیان د وژنو ترڅنګ دځورونو سره هم مخ دي خو دتاسف ځای دی چې دصحافیانو ځورونکي اؤ وژونکي نه نیول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ د2023م کال پخپل راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې دپاکستان دننه حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبریالان ځورول شوي او ځینې وخت خبریالان او د مدني ټولني غړي بندي شوي او یا پرې بریدونه شوي دي.

‎د خبريالانو تنظیم ار اېس اېف دتیرکال په پائ کې پخپل جاري کړي رپورټ کې په تیرو 20 کلونو کې د جرنلسټانو دپاره خطرناکو 15 هيوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ياد کړی چرته چې زيات خبریالان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG