دپاکستان پوځ دهیواد د پخواني پوځي سرلښکر جنرال (ر) قمر باجوه له خولې په پاکستاني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو خپرې شوې هغه څرګندونې له اصل منشا پرته بللې دي چې ګنې دپاکستان پوځ هند سره دجګړې کولو جوګه نه دی.
په دې وروستیو کې دپاکستان یو وتلي صحافي حامد میر دیو پاکستاني ټي وي چینل په پروګرام کې دعوه کړې وه چې دپوځ پخواني سرلښکر جنرال باجوه د20،25ؤ خبریالانو په مخکې ویلي وؤ چې دپاکستان ټینکونه خو دچلیدو جوګه نه دي اؤ نه هم پاکستان سره دپټرولو لپاره پیسې شته .
حامد میر دعوه کړې وه چې جنرال باجوه خبریالانو ته ډاګیز ویلي وؤ چې پوځ انډیا سره دجګړې توان نه لري.
خو د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې سپیناوی کړی چې دپخواني پوځي مشر له خولې دجنګي وړتیا په بابله څرګندونې دسیاق اؤ سباق یا داصل منشا نه پرته وړاندې کړل شوې دي.
دپوځ په بیان کې ویل شوي چې دپاکستان دپوځ سره دپرتو ځېنو وسلو دنظام په حالت اؤ دهغې په جنګي وړتیا په میډیا خبرې شوي دي، پخواني پوځي مشر دمستقبل د ګواښونو په اړه خپل خیالات په اف دي ریکارډ یا غیر رسمي توګه دمیډیا سره شریک کړي وؤ.
پوځ ویلي پخواني سرلښکر چې په دغه غونډه کې څه ویلي وؤ هغه داصل منشا نه پرته وړاندې کړل شوي دي.
ایي ایس پي ار ویلي "ولس ته باور ورکوؤ چې پوځ مدام پخپلو مسلکي تیاریو اؤ جنګي وړتیا ویاړ کړی اؤ بیا به یې هم کوي"
بیان کې ویل شوي چې دپاکستان وسله والو ځواکونو دخاورې ددفاع لپاره خپلې وسلې،ساز وسامان اؤ جنګي وسایل تیار ساتلي دي اؤ ساتي به یې .
دحامد میر لخوا دجنرال باجوه له خولې ددې خبرو مخې ته د راوړل کیدو نه وروسته په سوشل میډیا دپوځ په جنګي وړتیا کلکې پوښتنې راولاړې شوې وې اؤ حتی دپاکستان دننه دسوشل میډيا ځېنو صارفینو ددې څرګندولو پسر دجنرال باجوه دکورټ مارشل غوښتنې هم کړې وې.
د ریحانه کوثر په نوم یوې فعالې په ټویټر دحامد میر ددغو خبرو خپور شوي کلپ یا ټوټې ته دپاسه لیکلي" که داسې څه وؤ یا صحافیانو ته داخبره شوې وه نو دا بیا دصحافیانو بد دیانتي ده چې هغوي دا خبره ولس ته نه ده رسولې"
ریحانه کوثر پوښتنه کړې ده "چې دفاعي وسلې ولې داستعمال جوګه نه دي ؟ پوځ ته خو پوره بجټ ورکړل کیږي بیا پوځ ولې دجنګیدو وړتیا نه لري؟"
دعلي په نوم یو بل فعال په ټویټر لیکلي جنرال باجوه سمه خبره کړې ده ،دا پوځ دجګړې جوګه نه دی،په 71 کې هم وسلې غورځولو ته تیار وؤ ،نن هم ورته تیار دي .
هغه زیاته کړې ده دکوم پوځ تربیت چې دبېګناه وګړو دپورته کولو شوی وي هغه دکوم اصلي پوځ سره هډو جنګیدلی نه شي
دخپل جوړښت نه راپدیخوا دګاونډیو هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ درې سترې اؤ ګڼې وړې جګړې شوې دي اؤ اوس هم وخت ناوخته د ددواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ دکشمیر په ویشونکې پوله یا لاین اف کنټرول دنښتو رپورټونه مخې ته راځي.