د بلوچستان صوبايي حکومت د روغتیا د نړیوالو ادارو په مرسته تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته له دولسو خطرناکه ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره د ستنو لګولو کمپاین پیل کړی.
په دغه کمپاین کې به چې نن یې دوهمه ورځ ده څلور نیم لکه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.
د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ايچ او ویلي په پاکستان کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو زیاتې پېښې له بلوچستان څخه رپوټ کيږی.
دوی وايي په بلوچستان کې یواځې ۳۸ فیصد ماشومانو ته واکسین ورکول کيږي.
تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپوټ کې