دپاکستان دمرکزي کابینې اقتصادي رابطه کمیټې دامریکې په نیویارک ایالت کې دپاکستان روزویلټ هوټل دریوؤ کالو لپاره دنیویارک ښاري حکومت ته په کرایه د ورکولو منظوري ورکړې ده.
تېره ورځ دخزانې دمرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ دکمیټې راجوړې شوې غونډې ته ویل شوي چې دهوټل1025 خونې به په کرایه ورکول کیږي اؤ دهرې خونې دیوې ورځې کرایه به 200 ډالر وي چې حکومت ته ترې دیو کروړ اؤ 80لکو ډالرو دګټې ترلاسه کېدو هیله ده.
د مطبوعاتي رپورټونو له مخې داقتصادي رابطه کیمټې غونډې ته ویل شوي چې دنیو یارک ښاري حکومت دریوؤ کالو لپاره د روز ویلټ هوټل د1025 خونو یا کوټو په کرایه د اخستو وړاندیز کړی اؤ غواړي په دغو خونو کې کډوال ځائ پځائ کړي.
ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې غونډه کې دنیویارک دښاري حکومت ددې وړاندیز منظوري ورکړل شوې اؤ دنیو یارک دښاري حکومت اؤ دیاد پاکستاني هوټل دمزدورانو داتحادیې سره دمذاکراتو لپاره څلور کسیزه کمیټي ټاکل شوې ده.
غونډې ته ویل شوي چې دنیو یارک سټي حکومت ته د روز ویلټ هوټل دکمرو په کرایه د ورکولو تړون به د15مئ نه عملي کیږي په وړومبي کال به دنیو یارک حکومت دیوې خونې د ورځې کرایه 200 ډالر ورکوي،په دویم کال به دا کرایه 205 اؤ په دریم کال به 210 ډالر وي.
کمیټې ته ویل شوي چې دنیویارک سټي حکومت به دهوټل ټول ټیکسونه اؤ ادائیګۍ هم پخپله غاړه اختلي اؤ هره میاشت به دکرایې 17 لکه اؤ 40 زره ډالر دمیاشتې په پیل کې په ایډوانس کې پاکستان ته ورکوي.
په نیویارک کې دپاکستان دملي هوایي شرکت پي ایي ای ملکیت روز ویلټ هوټل زیاتره وختونو کې دپاکستان په سیاسي اؤ صحافتي حلقو کې هم د بحث موضوع پاتې شوې ده اؤ په دې وروستیو کې داسې رپورټونه هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي وؤ چې ګنې دپاکستان حکومت دا مهمه ملي پانګه پلورل غواړي.
دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په تېر حکومت کې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې ټرمپ ددې تاریخي ودانۍ په اخستلو کې خوښي لري خو نه هغه وخت ډانلډ ټرمپ یا دهغه انتطامیې په دې هکله څه ویلي وؤ اؤ نه دپاکستان حکومت تر دې مهاله په غوڅه توګه ددې هوټل دخرڅولو اعلان کړی دی.
د روزویلټ هوټل تاریخ
داستوګنې دپاره غوره اسانۍ لرونکی دا هوټل د نیویارک ښار په ختیز کې دمیډیسن ایونیو اؤ په45مه کوڅه کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه یوازې څو کوڅې وراخوا پروت دی.
دنیویارک ښار ځلېدونکی ټائم اسکوایر هم ددې هوټل سره نزدې دی اؤ له دغه ځایه یې واضحه ننداره کیږي.
ددې هوټل پرانسته په کال 1924کې شوې وه اؤ دا اوس د مهمو ډپلوماټانو اؤ سیلګرو د استوګنې دپاره مشهور دی ځکه چې دې هوټل کې پاتې کیدونکي میلمانه هر ډول عصري اسانتیاوې لري.
دلرګیو دفرنیچر نه جوړ دا هوټل یو زر اؤ 25 خونې لري اؤ ددې ترڅنګ پکې پراخه 25 دفلیټونو په څېر خونې یا کوټې هم دي چې ددې هوټل ارزښت یې سیوا کړی دی.
ددې خونو تر څنګ په روز ویلټ هوټل کې یو صدارتي وداني یا اپارټمنټ هم شته چې په څلورو خونو،یوه اشپزخانه اؤ یوه حجره یا بیټک سمباله ده اؤ ډائننګ روم هم لري.
روز ویلټ هوټل په کال1947 کې دنیویارک ښار د هغه وړومبي هوټل ویاړ هم لري چې په ټولو خونو کې یې ټي وي ګان لګیدلي وؤ.
په تاریخي توګه دا هوټل د1943 نه کال 1955 پورې د نیویارک د ګورنر تهامس ډیوي د ارام خونه یا سرکاري دفتر هم پاتې شوی دی.
هغه د کال1948 دټولټاکنو پایلې هم ددې هوټل په1527 نمبر خونه کې اوریدلې وې، دغه ټاکنو کې هیري ټرومین هغه ته په غیراحتمالي ډول په ماتې ورکولو دامریکا صدر جوړ شوی ؤ.
نیویارک کې دنیمې پیړۍ راهسې دمیشت خبریال افتخار علي له مخې ملګرو ملتونو کې د چین د شاملولو په مهال د چین پلاوي هم په دې هوټل کې استوګنه لرله اؤ هغه مهال به روزانه ددې هوټل مخې ته د چین په پلوۍ اؤ مخالفت کې مظاهرې کیدلې .
روزویلټ کله دپاکستان ملکیت شو؟
دپاکستان هوایي شرکت پي ایي ای دخپلې پانګونې دڅانګې دلارې روز ویلټ هوټل په کال1979 کې په ټېکه ترلاسه کړی ؤ، هغه مهال د شوي تړون له مخې پي ایي ای دا حق لرلو چې شل کاله وروسته دا هوټل په بیعه واخلي اؤ بیا یې همدغسې وکړل.
پي ايي ای کال 1999 کې په درې کروړه اؤ 56لکو ډالرو دا هوټل واخستو، دهوټل تر اخستو وړاندې پيایي ای دهوټل دمالک پال ملسټین نه دا عدالتي جګړه هم ګټلې وه چې هغه محکمې ته عریضه کړې وه چې د هوټل بیعه اوس دمارکیټ له حسابه ډیره لوړه شوې ده.
هوټل کې دسعودي شهزاد برخه
کال 1979کې چې کله پي ایي ای دا هوټل واخستو نو هغه مهال د سعودي شهزاده فیصل بن خالد بن عبدالعزیز هم په دې کې پانګونه کړې وه.
پي ايي ی بیا په کال 2005م کې په څلور کروړه ډالرو اؤ دسعودي ریاض ښار کې دخپل ملکیتي هوټل هالي ډي په بدل کې دا هوټل په بشپړ ډول ترلاسه کړو،
اوس دې هوټل کې 99 فیصده دملکیت برخه دپاکستان اؤ یو فیصد دسعودي شهزاده ده.
کال 2008م کې پي ایي ای ددې هوټل په ډول سینګار شپږ نیم کروړه ډالر مصرف کړې وې اؤ هوټل کې یې ټولې عصري اسانۍ برابر کړې وې.
دهوټل دانتظامي واک د پي ايي ای لاسو ته له ورتلو وروسته چې د ملګرو ملتونو غونډو کې دپاکستان نه دلوړې کچې څومره هییتونه امریکا ته سفر کوی نو په دغه هوټل کې پاتې کیږي.
کال 2020م کې ددې هوټل د راتلونکي په اړوند هغه مهال شخره راولاړه شوې وه چې دپاکستان دهغه وخت د مرکزي کابېنې د نجکارۍ یا شخصي څانګې کمیټې ددې هوټل دپلورلو دپاره یوه ډله وټاکله .
خو دهیواد دهوابازۍ دمحکمې لخوا دقانوني اعتراضونو راپورته کولو وروسته دغه کاري ډله بیا ختمه کړل شوه.