څېړنې ښیي چې دتېرې یوې میاشتې په مهال دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښې نورې زیاتې شوې دي اؤ داپریل میاشت کې دترهګرۍ 48 پېښو کې 68 کسان وژل شوي اؤ 55 نور ژوبل شوي دي.
دغیر دولتي څېړنیزې ادار پاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په یو تازه رپورت کې مخې ته د راوړل شوؤ شمیرو له مخې دتېر اپریل په میاشت کې دترهګرۍ پېښو کې 23فیصدي اؤ په دې کې اوښتو ځاني زیانونو کې 17 فیصدي اضافه لیدل شوې ده.
خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښې 100فیصدي زیاتې شوې دي.
څېړونکي وایي موجوده حالاتو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې په نزدې راتلونکي به دهیواد دننه دترهګرۍ بهیر لا پسې چټک شي اؤ دمخنیوي څه نخښې یې نه ښکاري.
رپورټ وایي په تېره میاشت کې امنیتي ځواکونو ته اوړیدلو ځاني زیانونو کې هم 35 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.
رپورټ وایي چې تر دې وړاندې دمارچ میاشت کې دترهګرۍ 39 پېښو کې 58 کسان وژل شوي اؤ 73 نور ژوبل شوي وو.
رپورټ کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو هم تېره میاشت دتندلارو اؤ ترهګرو پر ضد خپل عملیات لا پسې سیوا کړي دي اؤ په بیلابیلو عملیاتو کې 41 ترهګر وژل شوي اؤ 40 نور نیول شوي دي.
رپورټ ښایي چې تېره میاشت امنیتي ځواکونو زیات عملیات خېبر پښتونخوا صوبه کې کړي چې پکې د وژل شوؤ تندلارو شمیره 30 اؤ دنیول شوؤ شمیره 14 ښودل شوې ده.
دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ په ګوته کوي چې تېره میاشت خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده اؤ ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي.
همدا شان دې بریدونو کې 32 کسان ژوبل شوي هم دي چې 17 پکې عسکر اؤ 10عام وګړي ښودل شوي.
رپورټ ښایي چې دخېبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ 19 اؤ په قبایلي ضلعو کې 14 پېښې ریکارډ کړل شوي دي.
په قبایلي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي ، په مارچ کې دغو سیمو کې ټول اووه بریدونه شوي وؤ چې اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.
رپورټ کې ویل شوي چې بلوچستان کې دترهګرۍ ټولې 13 پېښې شوي چې 21 کسان پکې وژل شوي اؤ په دې وژل شوؤ کسانو کې 11 عسکر اؤ 9 عام وګړي دي،همداشان بلوچستان کې دترهګرۍ پېښو کې تېره میاشت کسان ژوبل شوي هم دي چې 21 پکې عام وګړي اؤ دوه عسکر دي.
خو رپورټ ښایي چې داپریل میاشت کې بیا په پنجاب اؤ سیند ایالتونو کې یوازې یو،یو ترهګریز برید شوی دی.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې مشر رسنیو ته ویلي وؤچې امنیتي ځواکونو د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې 1400 ترهګر نیولي اؤ 188 یې په عملیاتو کې وژلي دي.
پوځي ویاند ویلي وؤ چې امنیتي ځواکونه هره ورځ نزدې اویا عملیات داستخباراتي معلوماتو په اساس کوي.
که څه هم په دې رپورټ کې د وسله والو بريدونو د ذمه وارو منلو په اړوند څه نه دي ويل شوي خو په وروستیو کې د ترسره شوؤ زیاتره ترهګریزو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.
د څېړنیزې ادارې دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تېره میاشت دپاکستان پوځي اؤ حکومتي مشرانو هم دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې منلې وه چې ترهګر یو وارې بیا منظم شوي اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه یې پراخه کړي دي.
دیادې کمیټې په غونډه کې ویلي شوي وؤ چې (د عمران خان ) په تېر حکومت کې ګڼ شمیر خطرناک ترهګر له زندانونو ایله کړل شوي وؤ اؤ هغوئ سره نرمه رویه خپله کړل شوې وه چې نتیجه یې اوس دترهګرو دبیا منظم کیدو په شکل کې مخې ته راغلې ده.
د امنيتي چارو کار پوهه اؤ دپاکستان دپوځ پخواني لوړ پوړي افسر بريګيډيیر(ر) سعد محمد په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي وؤ، د تېر کال دوه راهسې په ترهګرۍ کې اضافه شوې ده، په وروستيو کې د پاکستان يو لوړ پوړي پلاوي د کابل سفر کړی و نو اوس هغې ته کتل دي چې د هغې سفر کومې نتيجې مخې ته راځي که نه راځي.
دښاغلي سعد محمد په وینا"پاکستان اوس ښکاري چې افغانستان ته ګوري خو دا د پاکستان خپل جنګ دی حل به یې پاکستان را اوباسي په منتونو نه کيږي، خو د افغانستان پاليسۍ ته به کتل وي"
نوموړي زياته کړې وه که په پاکستان کې دننه وکتلی شي نو دلته هم کمزورۍ شته" لکه که د پېښور په پوليس لاين بريد او په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر بريد ته وکتل شي نو پاکستان ته به خپلې کمزورۍ هم ختمول وي"
څيړونکی اعجاز خټک وايي ډيوه ته ویلي "د پاکستان د روانو حالاتو نه خو معلوميږي چې په نزدې راتلونکي کې به ترهګري نوره هم زياتيږي اؤ په دې کې دکمي څه نخښې نه لیدل کیږي.
هغه وایي یوازې تحریک طالبان پاکستان مسله نه ده په ملک کې سياسي اړی ګړی دی، د پوځ دننه ځينې خبرونه هم په ټولنيزو رسنيو راځي، عدالتي فېصلې داسې راځي چې خپله پرې د عدالتونو اختلافات وي، اقتصادي مشکلات دي نو دا ټول حالات په خلکو فشار سېوا کوي تندروۍ ته خلک پاروي، مذهبي انتهاپسندي سېوا کيږي".
داعجاز خټک په وینا د پاکستان واکمن بيا بيا دعوې کوي او بيانونه ورکوي چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي خو هغه وایي په عمل کې داسې هیڅ نه ښکاري