لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا پولیس وایي د روان کال څلورو میاشتو کې یې 39 ترهګر وژلي او 158 یې ژوندي نیولي دي


دخېبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د روان کال په وړومبیو څلور میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي.

د اتوار په ورځ دخېبر پښتونخوا دپولیس محکمې لخوا جاري کړل شوي رپورټ کې ویل‌ شوي په نیول شوؤ ترهګرو کې 15 هغه خطرناک ترهګر هم شامل دي چې صوبایي حکومت یې په سرونو انعامونه هم ویستي وؤ.

رپورټ وایي سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

رپورټ کې دعوه شوې دهچې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی.

دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي.

دپولیس محکمې په دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرۍ شوؤ اتوؤ پېښو کې ککړو 11 ترهګرو ته دعدالتونو لخوا سزاګانې هم ورکړل شوي او وایي چې دا دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو دغوره پلټنو نتیجه ده.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په نوم غیر دولتي سازمان پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې داپریل میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده اؤ ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي.

رپورټ کې ویل شوي وؤ دې بریدونو کې 32 کسان ژوبل شوي هم دي چې 17 پکې عسکر اؤ 10عام وګړي دي.

دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ ښایي چې دخېبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې داپریل میاشت کې دترهګرۍ 19 اؤ‌ په قبایلي ضلعو کې 14 پېښې ریکارډ کړل شوي دي.

په قبایلي ضلعو کې داپریل میاشت کې دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي ، په مارچ کې دغو سیمو کې ټول اووه بریدونه شوي وؤ چې اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG