په بټګرام کې يو بل واورين پړانګ په غير قانوني توګه وژل شوی
د پښتونخوا په بټګرام سيمه کې نا معلومو کسانو يو پړانګ په ډزو وژلی او بيا يې ترې سر او پښې غوڅې کړې دي.
پړانګ IUCN له خوا په نړۍ کې ناوياته او ختمېدونکی نسل ګرځول شوی.
پوهان وايي، پړانګ ته خپله څرمن دښمنه شوې ځکه يې ښکاريان د دې د خرڅ دپاره وژنې او وايي دا پېښې په زياتېدو دي.
نور تفصيل د احسان محمد خان په رپورټ کې