لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 9م مئ پېښو کې د لاس لرنې په تور پښتونخوا کې تر800 زیات کسان نیول شوي دي


پاکستاني رسنۍ وایي په نهم مئ پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند لخوا شوؤ قهرجنو احتجاجونو کې د تشدد اؤ اړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو راپدیخوا پولیسو د خېبرپښتونخوا نه تر 800 زیات کسان دغو پېښو کې د لاس لرنې په تور نیولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ په لویه پیمانه د پي‌ ټي ایي د فعالینو په نیونو او روانو عملیاتو اندېښنې ښودلي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې بشري حقونو اؤ د قانون واکمنۍ ته په درناوي کولو باید د تحمل نه کار واخلي د سیاسي فعالینو د نیولو لړۍ ودروي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کوي چې د نهم مئ داحتجاجونو راپدیخوا د هغه د ګوند تر 7000 زیات فعالین نیول شوي‌ دي خو د هیومن رایټس واچ بیا د نیول شوؤ کسانو شمیره 4000 ښودلې ده.

په 9م مئ پاکستان کې دغبن په یوه دوسیه کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو نه وروسته د دغه ګوند فعالینو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته یې د اورونو لګولو ترڅنګ امنیتي ځواکونو سره نښتې هم کړې وې چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

د پاکستان پوځ اؤ حکومت د9مئ پېښې وړانکاري بللې ده اؤ پرېکړه یې کړې ده چې دې پېښو کې د لاس لرونکو اؤ د دې ترشا د ولاړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

دا مهال د ګرد هیواد دننه د پولیسو لخوا د تحریک انصاف د فعالینو د نیولو لړۍ دوامداره ده اؤ ددغه ګوند د مهمو مشرانو تر څنګ په زرګونو فعالین پولیسو نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.

جیو ټي وي وایي په خېبر پښتونخوا کې هم د 9م مئ دپېښو په ترڅ کې د ترهګرۍ 18مقدمې درج شوي اؤ 809 کسان نیول شوي دي.

د پولیس لخوا دترهګرۍ په درج کړل شوؤ دې مقدمو کې دتحریک انصاف ګوند پخواني صوبایي وزیران اؤ داسمبلۍ پخواني غړي هم شامل دي.

د جیو په رپورټ کې ویل شوي چې پېښور ریجن کې 5، کوهاټ ریجن کې 4 او مردان ریجن کې دترهګرۍ د دفعولاندې 3 درې مقدمې درج کړل شوې دي.

همدا شان د پولیس ریکارډ ښایي چې تراوسه دې مقدمو کې دپېښو نه 267، مردان نه 216 اؤ کوهاټ نه 114 کسان نیول شوي دي.

پولیس چارواکي وایي په مقدمو کې نامزد کړل شوي پخواني صوبایي وزیران اؤ دصوبایي پارلیمان پخواني غړي دګرفتارۍ نه پټ شوي دي اؤ پولیس دهغوي دنیولو په هڅه کې دي.

دبشري حقونو دڅار سازمان هیومن رایټس واچ پاکستان کې په لویه پیمانه دسیاسي فعالینو په نیونه اندېښنې ښودلي اؤ په حکومت یې غږ کړی دی چې بشري حقونو اؤ دقانون واکمنۍ ته په احترام کولو باید نوره دګرفتاریو لړۍ ودروي.

هیومن رایټس واچ ویلي تر دې مهاله پاکستان کې تر څلورو زرو زیات کسان نیول شوي اؤ په ګڼ شمیر خلکو دمبهمو قوانینو لاندې مقدمې درج کړل شوې دي.

ډان ورڅپاڼې خپل رپورټ کې دیاد سازمان دیوې مشرې پیټریشیا ګوسمین له خولې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید پرامنه احتجاج کوونکي اؤ یا داپوزیشن پلویان له بنده خوشې کړي اؤ دهغوي‌ ټولو قانوني حقونو ته دې درناوی وکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان تېره شپه بیا پخپله یوه ویډیوي وینا کې خپله دا دعوه تکرار کړه چې دهغه دګوند تر7000 زیات فعالین اؤ مشران نیول شوي اؤ وي ویل اوس هم دهغه دګوند دفعالینو په کورونو د رسوایۍ ډکې چاپې وهل کیږي.

دپاکستان دپوځي اؤ حکومتي مشرانو نه راجوړې دملي سلامتۍ کمیټې پرېکړه کړې ده چې دنهم مئ پېښو کې دککړو کسانو، ددې دمنصوبه سازانو اؤ ترشا ولاړو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي.

دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر دخالي یا شنبې په ورځ ویلي چې د مئ پر نهمه سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو لپاره پلان جوړوونکو، پاروونکو، هڅوونکو او ترسره کوونکو خلاف یې د پوځي قانون او آفیشل سیکرټ ایکټ په بنیاد مقدمې پیل کړې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG