لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په پوځي چيک پوسته ځانمرګي بريد کې دوه پوځيان، يو پوليس او یو عام تن وژل شوي


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي دي.

افغانستان ته څېرمه په ناارامه شمالي وزیرستان کې دغه بريد نن سهار وختي په دته خېل تحصیل کې شوی دی او په بريد کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي.

د پوليسو په وینا یو ځانمګري د امنیتي ځواکونو د چیک پوستې سره د بارودي توکو ډک ګاډی ټکر کړی او چاودنه یې کړې ده.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي په چاودنه کې څلورکسان وژل شوي چې پکې دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي او دوه نور عسکر ژوبل شوي دي.

د مقامي پولیس او د استخباراتي چارواکو په وېنا په وژل شوو کسانو کې پوځي نایک سعید، سپاهي جاوید، پولیس اهلکار حکیم جان او یو ناپېژندلی ځایی تن او زخمیانو کې د پوځ یو حوالدار منظور او پولیس اهلکار شاکر شامل دي.

پوځ په رسمي ډول د پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر ریاض تسلیم دفتر چاواکي وایي په دې پېښه کې ژوبل عسکر میرانشاه سیمه کې روغتون ته وړل شوي دي.

د پولیس دفتر چارواکو ويلي، د برید ورسته ټوله سیمه امنیتي عسکرو په ګېره کې اخستې او پلټنې یې پېل کړي دي.

دته خېل د شمالي وزیرستان مرکز نه نیزدې 45 کلمومیټره لرې سویل لويدیځ افغان پولې سره جوخته پرته علاقه ده او د ځایي خلکو په خبره دا پېښه دته خېل بازار سره ته نیزدې لیاقت نومي پوځي چیک پوسته باندې شوې ده.

د دوی وینا ده په سیمه کې د وړاندې نه سخت امنيتي تدابیر نیول شوي وو او د سیمې ټول بازارونه او لارې تړلې شوې وې.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وویل په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو مشر دته خېل ته د سفر په موخه سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو چرته چې هغه د یو پل پرانسته کول وو.

تر دې مهال د دغه پېښې زمه داري چا نه ده منلې خو د مې په 15 د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه پينځه عسکر او پینځه ځایي کسان پکې زخمیان شوي وو.

د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د سه شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په هنګو سيمه کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د سرحدي پوځ څلور عسکر او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي وو.

د دغه برید زمه داري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG