لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پاکستان دې افغانستان سره خپلې اړېکې ښې وساتي،افغان ښځې به خپل حقونه پخپله اخلي


دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي پاکستان باید دګاونډي هیواد افغانستان سره خپلې اړېکې ښې وساتي اؤ "دافغانستان ښځې به خپل حقونه پخپله ترلاسه کړي"

دپاکستاني رسنۍ انډیپنډینټ اردو سره یوه تازه مرکه کې چې کله دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم نه پوښتنه وشوه ایا هغه که بیا اقتدار ته ورسي نو افغانستان کې به دطالبانو حکومت په رسمیت وپېژني؟عمران خان وویل پاکستان ته پکار ده چې خپل ګاونډي هیواد سره غوره اړېکې وپالي.

نوموړي په دې مرکه کې دطالبانو دحکومت له لوري دنجونو په زده کړو اؤ دښځو په کار دلګول شوؤ بندیزونو غندنه نه ده کړې کړې اؤ ویلي یې دي افغان مېرمنې به خپل حقونه پخپله ترلاسه کړي.

هغه ویلي په هند کې چې دمودي حکومت دمسلمانانو خلاف کومې پالیسۍ خپلې کړي دهغې له امله یو هیواد هم دهند سره خپلې اړېکې نه دې خرابې کړي "مونږ ته خپلې فیصلې په قامي مفاد کې کول پکار دي"

په افغانستان کې چې کله طالبانو په اګست کال 2021م کې په اقتدار قبضه وکړه نو هغه مهال عمران خان دپاکستان وزیراعظم ؤ اؤ هغه دطالبانو واک ته په رسېدو دخوشحالۍ څرګندولو په توګه تر دې حده ویلي وؤ چې افغان ولس اوس "دغلامۍ زولنۍ ماتې کړې "

د امریکې او پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ترې غواړي چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونو ته درناوی ولري او یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې استازیتوب ولري.

خو د مارچ پر 23مه چې د برتانیې له 4News چېنل سره دمرکې په مهال کله له ښاغلي خان پوښتنه وشوه چې پاکستان پر طالبانو زیات اغېز لري، آیا دی به طالبانو ته وغواړي چې نجونې سکول ته پرېږدي، عمران خان یې په جواب کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول نه وؤ غندلي اؤ ویلي یې وؤ :

"که غربي هېوادونه غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت اغېز ولري ضرور یې باید مېن سټریم (اړیکې ورسره عادي) کړي، زه بیا بیا وایم چې له دوی سره خبرې وکړئ، که دوی ګوښه وساتئ نو څنګه به اغېز ورباندې ولرئ"

په هغه مهال تعلیم لپاره مبارزه کوونکي او د نوبل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي د عمران خان پر دې خبره نیوکه په ټویټر نیوکه کړې وه اؤ لیکلي یې وؤ د هغه د خبرې معنا خو دا ده چې "طالبان پرېږدئ چې څنګه غواړي هغسې فیصله دې وکړي"

ضیاء الدین یوسفزي لیکلي وؤ "دلته عمران خان د هغو پینځه میلینه افغانو ښځو او نجونو په اړه سخت زیات غیرحساس دی چې (د طالبانو) یو "درآمد شوي حکومت" یې تر شپږم پورته سکولونو او پوهنتونونو ته پر تګ سخت بندیز لګولی دی"

عمران خان دریځ لري چې نړۍ باید لومړی له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي او اجازه ورکړي چې هغوی هم له نړۍ سره ښکېل شي بیا دې د بشري حقونو په اړه خبرې ورته وکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG