د ترکیې نوي منتخب صدر رجب طیب اردوغان ته به له روس او خپلو غربي ایتلافیانو ترمنځ په اړیکو کې د توازن ساتل ستر چیلنج وي.
په نېټو ایتلاف کې د سویډن د ورګډېدو په موضوع د انقرې د ویټو سوچ به د ترکیې د وفادارۍ ازموینه وي خو څیړونکي ګڼي چې اردوغان کیدای شي چې له واشنګټن سره اړیکي بیا د سره ښه کولو په لټه کې وي.
له استنبول نه د ډوریان جونز رپورټ درته محمد عالمګیر وړاندې کوي.