لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅان وايي د جبري بې درکيو لړۍ له بلوچستانه د پاکستان نورو برخو ته هم غزېدلې ده


په کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو دپاره احتجاج او لاريون شوی
په کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو دپاره احتجاج او لاريون شوی

په کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو کورنيو د پرېس کلب مخې د يوې ورځې دپاره د نه خوړو احتجاجي کېمپ لګولی او د يو بې درکه ذاکر مجيد د خوشي کولو غوښتنه یې کوله.

د زيارت- پنجشنبې په ورځ بلوڅ احتجاج کونکو وويل ذاکر مجيد بلوڅ يو زده کوونکی وو او د تېرو 14 کالونو نه بې درکه دی خو تر اوسه يې د مړ ژوندي خبر نه شته.

د بلوڅ يووالي کمېټۍ کراچۍ مشر لالا عبدالوهاب وي او اې ډيوه ته وويل، "د بشري حقونو ټول نړيوالو تنظيمونو او په خصوصي توګه د ملګرو ملتونو بشري حقونو کونسل د ذاکر مجيد په قضيه خپل اپيلونه جاري کړي خو د بد مرغه زمونږ په واکمنو يې څه اثر نه وکړو، مونږ وايو کورنۍ ته دې دومره معلومات خو ورکړل شي چې هغه ژوندی دی که مړ دی".

احتجاجي کېمپ کې‌ د ناستې وروسته بلوڅ احتجاج کوونکو لاريون او احتجاجي مظاهره کړې ده.

د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکې سمي دين بلوڅ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل وړومبی د بې درکه کولو او د قانون نه لرې وژنو لړۍ په بلوچستان کې پېل شوې وه خو وایي اوس د غه اور د پاکستان په هره سيمه کې بليږي:

" چې کله به مونږ د بې درکه بلوڅانو کورنيو د اسلام اباد په سړکونو د جبري بې درکيو په ضد پرلت وهلو نو هغه وخت حکمران طبقې به زمونږ خلاف بيانونه جاري کول چې دوی ډرامه کوو".

هغې زياته کړه چې په ډېر خفګان سره وايي نن هغه خلک د بلوڅانو غوندې حالاتو سره مخ دي، په په هغه وخت د ظالم ملاتړ نه بلکې لاس يې تړل پکار وو.

د بلوڅ بې درکه کسانو دپاره غږ پورتکوونکی تنظيم ويلي په روان کال کې د بلوچستان نه نور 105 کسان په جبري توګه بې درکه کړل شوي دي.

پاکستان کې په زوره د بې درکه خلکو دپاره جوړ حکومتي کمېشن ترمخه د روان کال جنورۍ په مياشت کې د ټول پاکستان نه د 91 کسانو د بې درکه کېدو رپورټونه ورته شوي وو او په دغو کې د 77 کسانو تعلق د بلوچستان صوبې سره وو.

د تېرو دوه کالونو راهسې بې درکه عبدالحميد بلوڅ لور سعيده حميد ډيوه سره خبرو کې وويل د پلار په لټون عدالتونو اود بې درکه کسانو کمېشنونو ته تللې او سياسي خلکو سره يې هم ليدنې شوي خو د پلار څه خبر يې تر لاسه نه کړو.

"رياست د جبري بې درکيو د لارې ويره خورول غواړي خو زه فکر کوم چې هغه خلکو کې ويره نه بلکې نفرت خوروي ځکه که چرته خلک ويريدل نو بيا به خلکو احتجاجونه نه کول او نه به‌ يې د بشري حقونو غوښتنې کولې".

د پاکستان حکومت يا پوځ د بې درکه بلوڅانو کورنيو تورونو ته کوم نوی غبرګون نه دی ويلی.

خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک کسان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او يا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

د پاکستان د بې درکه شوو کسانو دپاره جوړ کمېشن د رپورټ تر مخه تر اوسه کمېشن ته د بې درکيو 9294 قضې وړاندې شوي، 7038 قضيې هوارې کړل شوې دي او 2256 قضيو پلټنې روانې دي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG