په سوات کې د سارویو د صحت لپاره یوه لیبارټري په کمه بیه د سارویو د ناروغیو درملنه کوي.
دغه لیبارټري د سوات د سیمې ۲۶۶۰۰۰ غواګانو، اته لکه ګډو او ۱۲ لکو اوزو لپاره د درملو برابرولو وړتیا لري.
د سارویو ډاکټران وايي، که د سارویو جسماني وده په سمه توګه وشي او د ناروغیو درملنه یې پر وخت وشی نو خلک ترې د پیو او غوښې ډېر پیداور ترلاسه کولای شي.
تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.