لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: بکتربند ګاډي پسې د مړي تړلو په اقدام ایس ایچ او معطل کړل شوی دی


د پېښور په متنو سیمه کې د پولیسو لخوا د یو وژل شوي تن (چې په ټولنیزو رسنیو ترهګر یاد کړل شوی) په بکتر بند ګاډي پسې د مړي د تړلو د پېښې پسر د متنو پولیس تاڼې ایس ایچ او معطل کړی یا ګوښه کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو تېره ورځ مخې ته راغلې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې پولیسو د زغره بند ګاډي مخې ته د یو تن مړی په رسیو تړلی اؤ پولیس تاڼې ته یې وړي.

د پېښور اکثره خبریالانو په ټویټر دغه ویډیو خپره کړې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې دا د هغه ترهګر مړی دی چې پولیسو د عملیاتو په مهال وژلی دی.

په دغه ویډیو کې دا هم لیدل کیږي چې د زغره بند ګاډي نه مخکې د متنو تاڼې دایس ایچ او عمران الدین خان ګاډی روان وي اؤ تاڼې ته په رسیدو ایس ایچ او د خپل ګاډي‌ نه راکوزیږي.

په سوشل میډیا مخې ته د راغلې دې ویډیو لا هیڅ پخلی نه دی شوی چې ایا اصلی ده اؤ که نه یا هم دا چې کله ریکارډ کړل شوې ده؟

وي او ای ډیوه د یادې پېښې په اړوند د ایس ایچ او عمران الدین خان سره پرله پسې د ټيلي فون دلارې د تماس نیولو هڅې وکړې خو د هغه ټيليفون هیڅ جواب نه ویلو.

پېښور کې د جرمونو دڅانګې وتلی خبریال ښاغلی عمران بخاري وایي دا د خپل نوعیت وړومبۍ پېښه ده چې پولیسو ترهګر له وژل کیدو وروسته په ګاډي پسې تړلی اؤ په بازارونو یې ګرځوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي عمران بخاري ویلي ددې ویډیو مخې ته له راتلو وروسته د پېښور سي سي پي او سید اشفاق انور ددې پېښې په سخته نوټس اخستی اؤ هغه یې د خپلې نوکرۍ نه ګوښه کړی یا معطل کړی دی.

د عمران بخاري په وینا سي سي پي او ددې پېښې دپلټنو لپاره د صدر سرکل د پولیسو دمشر یا ایس پی په مشرۍ یوه کمیټي هم جوړه کړې ده چې دا کمیټي به مخې ته د راغلې ویډیو پلټنې کوي اؤ خپل رپورټ‌ به سي سي پي او ته وړاندې کوي.

هغه وویل تر دې وړاندې دترهګرو لخوا ګڼ شمیر داسې پېښې مخې ته راغلي چې د وژل شوؤ امنیتي عسکرو په سرونو یې فټبال کړی یا یې دهغو مړو ته سپکاوی کړی خو وایي د یو ډسپلن فورس لخوا دمړي دسپکاوي دا وړومبۍ واقعه ده چې په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې ده.

عمران بخاري وایي داسې پېښې په راتلونکي کې ددې سیمې اؤ‌ پولیس فورس لپاره ډیر خراب عکس العمل اؤ نتیجې لرلی شي ځکه چې په مخالف اړخ کې هم دداسې رقم پېښو سره دانتقام جذبه نوره راپاریدلی شي.

هغه وایي متنو دپېښور هغه کلیواله سیمه ده چې په نزدې ورځو کې پکې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي چې پکې یو شمیر پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي هم دي

"زما په خیال پولیسو غوښتل چې ددې ویډیو په ذریعه وسله والو ته پیغام ورکړي چې که دوي پولیس وژني،حملې پرې کوي نو پولیس به هم په رد عمل کې داسې کوي، خو دمړو سپکاوی کول داسلامي اصولو اؤ پښتني اقدارو په ضد عمل دی اؤ داسې باید د یو لوري نه هم ونه شي"

عمران بخاري وایي په نړیواله کچه دجنګونو هم خپل اصول اؤ قوانین وي اؤ په سخت نه سخت جنګي صورتحال کې هم دغه اصول اؤ قوانین مقدم ساتل کیږي اؤ دمړو سپکاوی پکې نه کیږي.

دهغه په وینا هرکله چې یو منظم فورس دمخالف لوري مړي په بکتر بند ګاډو پسې تړي اؤ په بازارونو یې ګرځوي دا په هره حواله یو دغندنې وړ اقدام دی او ویره ده چې خراب یا سخت عکس العمل به ددې سیمې اؤ په خاص ډول دپولیسو لپاره ولري

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG