لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم جوډیشل کونسل د سپریم کورټ د ججې په توګه د مسرت هلالي د نوم منظوري ورکړه


دپاکستان قضایي کمیشن دپېښور هایکورټ دچیف جسټس مسرت هلالي دسپریم کورټ دججې په توګه دټاکنې منظوري ورکړې ده.

دسپریم کورټ دچیف جسټس عمرعطا بندیال په مشرۍ دنهې-سه شنبې په ورځ دسپریم جوډیشل کونسل شوې غونډه کې دسپریم کورټ دججې په توګه دمسرت هلالي دنوم منظوري د کونسل ټولو غړو په ګډه ورکړې ده.

دسپریم کورټ دججې په توګه دمسرت هلالي دنوم وړاندیز دسپریم کورټ سینیر جج قاضي فایز عیسا کړی ؤ.

مسرت هلالي چې دپاکستان تاریخ کې دپېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه چیف جسټس ده اوس به سپریم کورټ کې هم دخېبر پښتونخوا نه وړومبۍ ښځینه ججه وي.

دکونسل لخوا دهغې دنوم دمنظورۍ ورکولو نه وروسته به اوس دسپریم کورټ دججې په توګه دهیواد صدر دهغې دنوم منظوري ورکوي چې دې سره به دپاکستان سپریم کورټ کې دججانو شمیره شپاړسو ته ورسیږي.

مسرت هلالي دقانون په میدان کې؟

دپېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون دخېبر لاء کالج نه دقانون ډګري ترلاسه کړې ده.

هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې،بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې اؤ کال 2006م کې دسپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړې دي.

هغه دپېښور هایکورټ بار اؤ دسپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده.

ددې ترڅنګ هغه دنومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې دخېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکیټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده.

میرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې دمرستیالې ججې په توګه دپېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه اؤ بیا په 13م مارچ کال2014م کې دهایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه.

خانداني پس منظر

دمسرت هلالي پلار خانمیر هلالي دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ اؤ دباچا خان سره په خدایې خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی ؤ چې ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند اؤ جدوجهد" کې هم کړی دی.

خو ځینې تاریخ پوهان وایي چې وروسته بیا خانمیر هلالي دباچاخان دخدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی ؤ اؤ د "افغان جرګه " په نوم یې دڅو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی ؤ .

په دغه جرګه کې دخانمیر هلالي سره دنورو لیکوالانو اؤ شاعرانو ترڅنګ دخدایي خدمتګار تحریک غړي اؤ وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه اؤ میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG