لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبیک سره د حکومت تړون، د مذهب د سپکاوي مقدمو کې به د ترهګرۍ دفعه هم اچول کیږي


دپاکستان مرکزي حکومت دیوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان سره تړون لاسلیک کړی چې دمذهب دسپکاوي مقدمو کې به دترهګرۍ دفعه هم شامولی شي .

تړون کې ویل شوي چې دمذهب دسپکاوي مقدمو کې دککړو کسانو پرضد دبې پلوه مقدمو چلولو له لارې به هغوي خپل انجام ته رسولی شي.

د خالي په ورځ‌په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي په دغه تړون کې ویل شوي چې حکومت به په ټولنیزو رسنیو د ګستاخانه موادو د خپریدو مخنیوي لپاره د پلټنو دمرکزي ادارې (ایف ایي ای )کاري توان سیوا کوي اؤ هم به دغه ادره کې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي یوه ځانګړې څانګه پرانستل کیږي .

دمرکز حکومت اؤ‌ ټي پي پي ترمنځ په شوې دې لوظنامه دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله اؤ‌ دسیاسي چارو وزیر ایاز صادق لاسلیکونه کړي دي.

په دغه تړون کې حکومت دتحریک لبیک پاکستان دمشرانو سره منلې ده چې دسوشل میډیا نه د ګستاخۍ دموادو لرې کولو لپاره به د فلټریشن یا چاڼ کولو نظام لګولی شي .

تړون کې ویل شوي دچا پرضد چې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس مقدمه درج کیږي نو په هغې کې به دترهګرۍ دفعه هم اچول کیږي.

په یاد تړون کې ویل شوي چې دپاکستان خارجه وزارت به امریکا کې دبندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي دخلاصون لپاره په دریوؤ کاري ورځو کې دننه دامریکې حکومت ته یو لیک استوي اؤ حکومت به دهغې د راخلاصولو لپاره نور هم سنجیده ګامونه اخلي.

دتړون له مخې حکومت به دتحریک لبیک پاکستان دمشرانو اؤ فعالانو پرضد ټولې درج سیاسي مقدمې ختموي اؤ هم به دکورنیو چارو وزارت یو خط جاري کوي چې تحریک لبیک پاکستان کوم ترهګر تنظیم نه بلکې یو سیاسي ګوند دی .

تړون کې راغلي چې دمیډیا دڅار دولتي ادارې پیمرا اؤ پي ټي‌ ای چې وخت په وخت ددې تنظیم په اړه کومې اعلامیې خپرې کړې دي هغه به ناچله اعلانوي.

په یاد تړون کې تحریک لبیک پاکستان سره ژمنه شوې ده چې دنورو سیاسي ګوندونو په څېر به ورته خپلو فعالیتونو کې بشپړه ازادي ترلاسه وي

تحریک لبیک پاکستان یوه تندره ډله ده چې په تېرو وختونو کې پرې حکومت بندیز لګولی ؤ اؤ ددې ډلې نوم یې دناقانونه ډلو فهرست ته ور اچولی ؤ.

اپریل کال 2021م کې تحریک لبیک ډلې ملک نه دفرانس دسفیر د ویستلو لپاره داړي ګړي ډک احتجاجونه کړی وؤ چې دحکومتي شمیرو له مخې په دغه احتجاج کې 8پولیس عسکر وژل شوي اؤ د600نه زیات نور ژوبل شوي وؤ چې بیا حکومت په دغه تندروه ډلې بندیز ولګولو.

خو کله چې یې بیا هم ددغه کال دنومبر په میاشت کې دیادې ډلې نوم دقانونه ډلو دفهرست نه وویستلو نو په حکومت سخت ټکونه وشول چې دامن لپاره غږ پورته کوونکي خلک زندانونو ته اچوي خو برعکس بیا دټي ټي پي پشان دخونړیو ډلو اؤ دتحریک لبیک په څېر متشدده تنظیمونو سره مذاکرات کوي اؤ دهغوي مشران له بنده خلاصوي.

د خالي په ورځ اسلام اباد کې دتحریک لبیک یو مشر شفیق امیني سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دغه تندروې ډلې سره دشوي تړون نه دفاع کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دناموس رسالت تحفظ دهر مسلمان دایمان برخه ده.

هغه ویلي چې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي لپاره حکومت دتحریک لبیک سره په مشوره یوې تګلارې ته رسیدلی دی اؤ په دې سلا شوي دي چې څنګه به دداسې ناوړه پېښو مخه نیول کیږي.

مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی.

څېړونکي وایي پاکستان کې اکثره وخت دمذهب دسپکاوي قانون څخه ناسمه استفاده کیږي اؤ ځینې خلک دشخصي خوابدۍ په اساس په نورو دمذهب دسپکاوي تورونه لګوی چې وروسته بیا په عدالتونو کې دمقدمو په مهال‌ دغه تورونه ناسم ثابتیږي .

تر اوسه پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په بنیاد ګڼ شمیر خلک دعدالتونو تر شا پاریدلو خلکو وژلي دي.

په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده .

تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG