لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت وایي له ای ایم ایف سره د 215 ارب روپیو پر نویو ټیکسونو لګولو رضا شوي دي


اسلام اباد / واشنګټن ــــ د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار اعلان کړی چې د پیسو له نړیوالې ادارې ای ایم ایف سره یې د حکومت د شپږ اربه پور د پروګرام د بحالۍ هڅې روانې دي او وایي په دې لړ کې د 215 ارب روپیو پر نویو ټیکسونو لګولو ورسره رضا شوي دي.

اسحاق ډار د شنبې- خالي په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د بجټ په اړه ځانګړې غونډې ته وویل، چې وزیراعظم شهباز شریف په پېس کې د ای ایم ایف له مشرې سره دوه ځله لیدلي او پر دې سلا شوي چې د نهمې جایزه پروګرام د بشپړېدو لپاره به یوه وروستۍ هڅه هم وکړي.

هغه وویل چې په تېرو درو ورځو کې د ای ایم ایف له ټیسم سره تفصیلي خبرې اترې شوې دي او حکومت یې پر دې رضا شوی دی چې په بجټ کې به بدلون کوي او 215 اربه روپۍ ټیکسونه به لګوي.

د خزانې مرستيالې وزیرې عایشه غوث بخش پاشا بیا ویلي چې له پاکستان سره وخت کم پاته دی او د ای ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام ميعاد د روانې میاشتې په 30 نېټه پای ته رسيږي.

د پاکستان مرکزي بېنک د ای ایم ایف په غوښتنه په ملکي درآمداتو لګېدلي بندېزونه هم ختم کړي دي.

عایشه غوث بخش پاشا په پېرس کې د پاکستان له «جيو نيوز» سره په خبرو کې ویلي چي د پاکستان په اړه د ای ایم ایف د منېجنګ ډایریکټرې دريځ د خواخوږۍ وو او د هغې خواهش دی چې اسلام اباد په نهمه ارزونه کې پرمختګ وښيي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د فرانس د سفر په مهال په پېرس کې د ای ایم ایف مشرې ته باور ورکړی چې د پاکستان حکومت له ای اېم اېف سره د ټاکل شوو ذمه واريانو په تر سره کولو کې پرعزم دی.

پاکستان د اي اېم اېف سره کال 2019م کې د لاسلیک شوي شپږ اربه ډالرو د ځنډ ښکار د قرض پروګرام د بيا بحالۍ هڅې په داسې حال کې ګړندۍ کړې دي چې ملک له اقتصادي ستونځو سره مخ دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي تر څو چې د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال په بجټ د ای ایم ایف اعتراضونه ختم نه کړي د ځنډ ښکار قرض پروګرام نه شي پرځای کېدی.

د اقتصادي چارو خبريال او کارپوه مهتاب حیدر وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي، د ای ایم ایف پروګرام د بحالۍ لومړۍ پړاو په بجټ سلا کېدل دي:

"کتل دا دي چې د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د اي اېم اېف په غوښتنه څومره بدلون راوستی شي او چې کله دا وشي نو هله د سټاف په کچ لوظنامه کېدی شي".

پاکستان دا وخت د پورونو د ادیګيانو د تولې د بحران، سختې ګرانۍ او په راتلونکي کال کې د درنو قرضو د بېرته ستنولو د ستونزو سره مخ دی.

د پاکستان د مرکزي بېنک تر مخه د هېواد د بهرنۍ زرِمبادلې ذخیرې 3.5 اربه ډالرو ته ښکته غورځېدلې او روپۍ د تېر کال راهيسې د امريکايي ډالر په وړاندې 50 فيصدى بې قدره شوې ده.

د اقتصادي چارو څېړنکار شهريار بټ وايي له دې وړاندې د ای ایم ایف بورډ غونډه کې د پاکستان نه شاملول او د راتلونکي مالي کال په بجټ د هغوی اعتراض ښیي چې د قرض پروګرام به پر ځای نه شي:

"د پاکستان په بجټ د ای ایم ایف اعتراضونه ډېر چېلنجنګ دي په خصوصي توګه چې د ټیکسونو په اهدافو او له دوستو هېوادونو د مالي مرستو په نه تر لاسه کېدو یې کوم تحفظات ښودلي هغه به ختمول وي. ای ایم ایف د محصولاتو په راغونډولو هم اعتراض لري او که بيا هم لوظنامه پر ځای نه شوه نو د پاکستان لپاره به حالات نور هم خراب شي".

د انګرېزي ژبې ورځپاڼې «دي نيوز» د پاکستان او ای ایم اېف تر منځ له روانو خبرو د خبر يو سرکاري چارواکي له قوله ليکلي دي چې ای ایم ایف د مسولينو په کچه د لوظنامې لپاره له پارليمانه د بجټ د منظورۍ وړاندې بجټ ته د بياکتنې غوښتنه کړې ده.

ای ایم اېف د پاکستان د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د ټېکسونو د جال په نه پراخولو، د لګښتونو په نه راکمولو، ټېکسونو څخه د بخښنې په سکيم اعتراضونه کوي او غواړي پاکستان باید د دوستو هېوادونو څخه د مالي مرستو کلک لوظ ترلاسه کړي او د ډالر قيمت ټاکل کېدل د مارکیټ خوښې ته پرېږدي.

د مالي چارو خبريال طاهر امين وي او اې ډيوه ته وايي نړیواله مالياتي اداره وايي باید چې پاکستان د دوستو هېوادونو څخه د مالي مرستو ملاتړ تر لاسه کړي خو وایي سعودي عرب، متحده عرب امارات او ګڼ اړخيزه مالي ادارې هم د ای ایم اېف لوري ته ګوري:

"ترڅو چې د ای ایم ایف سره د ځنډ ښکار پروګرام بحال نه شي نو دغه هیوادونه له پاکستان سره مرسته نه شي کولای".

د پاکستان د مرکزى بېنک شمېرې ښيي چې دې هېواد ته به يوازې په دې روان کال د څلور اربه ډالره او د کال 2026م پورې نزدې 77 اربه ډالره قرضې بېرته ستنول وي.

مقامي مطبوعات د سرچینو له قوله وايي چې د تېرو دريو ورځو راهيسې د پاکستان د خزانې د چارواکو او اي اېم اېف تر منځ جاري خبرو کې پرمختګ شوی او تېره ورځ فرانس کې د وزير اعظم شهباز شريف او ای ایم ایف د منېجنګ ډاېرېکټرې کرسټيلينا جارجيه تر منځ د ملاقات وروسته هيله پېدا شوې چې لوظنامه به لاسلیک شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG